برېتانیا له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لخوا د ټولنیزو رسنیو پر استعمال بندیز لګوي

برېتانیا د داسې پلان پر پلي کولو کار کوي چې له مخې به یې د ۱۶ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان له ټولنیزو رسنیو څخه منع شي. ددغه بندیز له پیل وړاندې، له ماشومانو څخه د انلاین جنسي ناوړه استفادې پر ضد نوي او سخت تدابیر وړاندې شوي دي.

د بریتانیا د رسنیو تنظیموونکې ادارې افکام د دوشنبې په ورځ (نومبر ۱۶) د ماشومانو د انلاین خوندیتوب لپاره دا نوي مقررات اعلان کړل چې له مخې به یې انلاین پلاټفورمونه اړ شي د ماشومانو د جنسي ناوړه استفادې د محتوا او د ماشومانو د انلاین ښکار مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

دغه نوي مکلفیتونه، چې د پارلمان له تصویب وروسته تمه ده د ۲۰۲۷ کال له پیله نافذ شي، ټولنیزې رسنۍ، د فایلونو د شریکولو خدمات، د لوڅو ویډیوګانو او تصویرونو وېبپاڼې او نور داسې انلاین خدمتونه اړباسي چې هغه کاروونکي د تل لپاره بند کړي چې د ماشومانو د جنسي ناوړه استفادې د موادو په تولیدولو او شریکولو کې لاس لري.

د بریتانیا حکومت د روان کال د جون په میاشت کې اعلان وکړ چې غواړي د ۱۶ کلونو څخه کم عمره کسانو لپاره د ټیک ټاک، انسټاګرام، سنپ‌چټ او ایکس په ګډون د ټولنیزو رسنیو کارول منع کړي. چارواکي وایي دا اقدام به له ماشومانو سره مرسته وکړي چې «خپل ماشومتوب بېرته ترلاسه کړي.»

تمه کېږي دغه بندیز د راتلونکي میلادي کال له پیل څخه د ماشومانو د انلاین خوندیتوب د پراخو اصلاحاتو د یوې برخې په توګه عملي شي.

د مقرراتو له مخې، پلاتفورمونه به هم اړ وي چې د ناقانونه انځورونو د پېژندنې او لرې کولو لپاره د ټکنالوژۍ کارول پراخ کړي او په ځینو مواردو کې داسې اتومات وسایل وکاروي چې دا ډول محتوا له وړاندې په ګوته کړي.

افکام ویلي چې دا سخت اقدامات ځکه اړین دي چې د ماشومانو د جنسي ناوړه استفادې د موادو کچه په انلاین فضا کې ډېره لوړه شوې او د زبر ځیرکتیا یا مصنوعي ځیرکتیا پرمختګونو دغه ستونزه نوره هم پراخه کړې ده.

د افکام د انلاین خوندیتوب د څانګې مشر اولیور ګریفیتس وویل: «که څه هم موږ د صنعت له لوري د ماشومانو د جنسي ناوړه استفادې پر ضد ځینې پرمختګونه لیدلي، خو په دې باور یو چې تر اوسه کافي اقدامات نه دي ترسره شوي.»

تنظیموونکې ادارې زیاته کړه چې د دې مقرراتو هدف دا دی چې انلاین شرکتونه د ناقانونه محتوا د موندلو، لرې کولو او د خپرېدو د مخنیوي لپاره لا ډېر فعال رول ولوبوي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې نویو ټکنالوژیو د ناوړه موادو جوړول او خپرول اسانه کړي دي.

​
XS
SM
MD
LG