د لاس رسي وړ اتصالات

د شهزاده ویلیم او کاترین له واده وروسته د کاناډا سفر


د شهزاده ویلیم او کاترین له واده وروسته د کاناډا سفر
د شهزاده ویلیم او کاترین له واده وروسته د کاناډا سفر

د بریتایې شهزاده ویلیم او د هغه میرمنې کاترین د خپل واده وروسته لړمړنی سفیر کاناډا ته وکړ. دواړو د جمعې په ورځ ددغه هیواد د ملي ورځې د لمانځنې په جشن کې ګډون وکړ.

د شاهي کورنې دغې جوړې ته د کاناډا مشرانو هرکلی وویل او په زرګونو مینه وال ورته د پلازمینې

اوتاوا د سرکونو ترغاړو ولاړ وو.اکثره راغونډ شوي خلک په سرو او سپینو رنګ کالیو سمبال وو او د شهزاده ویلیم او د هغه د میرمنی نومونه یې تکرارول.

د بریتانیې نه جلا هیواد په توګه د کاناډا د یوسلو څلورڅلویښتم کال د لماځنې په اړوند وینا کې شهزاده ویلیم د خپلې نیا ملکې الیزبیت لخوا د کاناډا خلکو ته نیکې هیلی وړاندې کړې.

XS
SM
MD
LG