د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د ۲۰ زرو افغانانو د ځای پرځای کولو بهیر پیلوي


بریتانیې ویلي چې شاوخوا ۲۰ زره افغانان به د دې پروګرام د لارې دې هیواد ته ولیږدول شي.
بریتانیې ویلي چې شاوخوا ۲۰ زره افغانان به د دې پروګرام د لارې دې هیواد ته ولیږدول شي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې پدې هیواد کې د افغانانو د ځای پر ځای کیدو پروګرام د ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې پیلیږي چې له مخې به یې ۲۰ زره افغانان په بریتانیا کې میشت شي.

د بریتانیا د کورنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې چې نن پنجشنبه ډسمبر ۲۳(مرغومي۲) ددې وزارت په ویب سایټ کې خپره شوې راغلې، "د افغانانو د ځای پر ځای کولو پروګرام "چې دې هیواد پیل کړې" په نړۍ کې د خپل ډول تر ټولو هیله بخښونکی پروګرام دی".

هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د بریتانیې د هڅو سره همکاري کړې ، د دیموکراسۍ، میرمنو د حقونو، بیان آزادۍ او د قانون د حاکمیت دفاع یې کړې او د میرمنو او نجونو په شان هغه کسان چې په شدیده توګه د خطر سره مخ دي او د اقلیتونو ډلې او کورنیو ته یې پدې پروګرام کې لومړیتوب ورکول کیږي.

د بریتانیې د کورنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې راغلي هغه کسان چې ددې پروګرام د لارې بریتانیې ته راځي، هماغه شان جدي امنیتي څیړنې ترې کیږي چې د نورو برابرو شریطو له مخې دې هیواد ته مهاجرت کوي.

ټاکل شوې د بریتانیا په حکومت کې د افغانانو د ځای پر ځای کولو د پروګرام د چارو وزیره ویکټوریا اتکینز پدې هکله د جنوري په میاشت کې د پارلمان غړیو ته د پروګرام جزیات ورکاندي.

د افغانانو د ځای پر ځای کولو وزارت په بریتانیا کې د کورنیو چارو او اوسیدنې د چارو د لوړولو ادارې ګډ دفتر دی چې د همدې کال د سپټمبر په میاشت کې جوړ شو.

د بریتانیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا پروګرام افغانانو ته بریتانیې ته د کډوالۍ لپاره مصؤنه او قانوني شرایط برابروي.

د بریتانیې حکومت د اګست د میاشتې د ۱۵ مې نه تر ۳۰ مې نیټې پورې د تخلیې په بهیر کې څه باندې ۱۵ زره افغانان د کابل د هوایي ډګر څخه په الوتکو کې وایستل او دا ۲۰ زره کسان چې ټاکل شوې د افغانانو د ځای پر ځای کولو د پروګرام د لارې بریتانیې ته ولاړ شي، پدې ۱۵ زرو سربیره دي.

کوم کسان چې د دې پروګرام د لارې بریتانیې ته ځي د دایمې اوسیدو اسناد ورته ورکول کیږي او د کار او زده کړو کولو اجازه به ولري.

د افغانانو د ځای پر ځای کولو د پروګرام لپاره د بریتانیې د حکومت څو ادارو په ګډه کار پیل کړی او ددې هیواد سیمه ایزو شوراګانو ته د دې پروګرام د تطبیق کولو لپاره په کافي اندازه بودیجه هم ورکړل شویده.

بریتانیه دا اعلان پداسې حال کې کوي چې جرمني هم ویلي د افغانانو د ایستلو بهیر چټکوي.

د جرمني د بهرنیو چارو نوې وزیرې انالینا بایربوک نن پنجشنبه ډسمبر ۲۳ (مرغومي۲) ژمنه وکړله چې له افغانستان څخه د زرګونو هغو افغانانانو د ایستلو بهیر چټکوي چې د دې هیواد د پوځ یا حکومت سره یې په افغانستان کې کار کړی او یا یې په افغانستان کې ژوند په خطر کې دی.

میرمن بایربوک وایي چې جرمني د افغانستان څخه د څه باندې ۱۵ زرو کسانو را ایستلو ژمنه کړې چې لا هم د دې هیواد د ۱۳۵ اتباعو په ګډون په افغانستان کې پاتې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې دا کسان هیر شوي ندي.

XS
SM
MD
LG