د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د کوویډ۱۹ واکسین د معلوماتو د غلا په هڅه تورنه شوه


بریټانیا، د امریکا متحده ایالتونو او کاناډا نن پنجشنبې د جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۶) وویل روسیه هڅه کوي له څیړونکو څخه د کوویډ۱۹ واکسین معلومات غلا کړي.

د بریټانیا سایبري امنیت ملي مرکز اعلان کړي چې د APT29 په نامه د هکرانو یوې ډلې چې د "هوسا خرس" په نامه هم مشهوره ده او ګمان کیږي چې د روسیې د استخباراتو یوه برخه به وي، پر هغو څیړنیزو او اکاډمیکو بنسټونو چې د کروناویروس د واکسین د تولید په برخه کې کار کوي، انټرنټي بریدونه کړي دي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامینیک راب په یوې بیانه کې وویل: " دا په بشپړ ډول د منلو وړ نده چې د روسیې استخبارات په هغو کسانو برید کوي چې د کروناویروس په وړاندې مبارزه کوي... په داسې حال کې چې نور خپل ځان غوښتونکي علایق په بې باکانه رفتار سره تعقیبوي، بریټانیا او متحدین یې جدې هڅه کوي، داسې واکسین پیدا کړي چې نړیوال صحت وساتي."

د بریټانیا د سایبري امنیت مرکز ویلي چې ددغو بریدونو هدف د فکري ملکیتونو غلا ده ، نه دا چې هدف یې د تحقیقاتو اخلال وي. ددغه مرکز د بیانیې له مخې، د روسیې انټرنټي بریدونه پر حکومتي ، دیپلوماتیکو، فکري بنسټونو ، صحي مرکزونو او د انرژۍ په برخو شوي دي.

تر اوسه دا روښانه شوې نده چې آیا معلومات غلا شوي دي که نه، خو د بریټانیا د سایبري امنیت مرکز ویلي ګمان نه کیږي چې د افرادو پټو معلوماتو ته دي لاسرسی شوی وي.

واشنګټن د " هوسا خرسانو" هکران، د روسیې د حکومت پورې د هکرانو د دوو مربوطو ډلو یوه بولي چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو پرمهال یې د دیموکرات ګوند د ملي کمیټې کمپیوټر ته لار پیدا کړې وه او ایمیلونه یې غلا کړي وو.

د متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت د انټرنټي امنیت ادارې په اپریل میاشت کې ویلي وو سایبري جنایتکاران او نورې ډلې هڅه کوي چې د کویډ ۱۹ تحقیقات په نښه کړي.

د یاد بنسټ په وینا، له هغه وخته چې اکثریت کارکوونکي د کروناویروس له امله له کورونو کار کوي، د هکرانو د بریدونو لپاره زمینه مساعده کړېده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي اوسمهال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د کویډ ۱۹ پر ۱۴۰ واکسیونو کار روان دی چې لږ شمیر یې پر انسانانو د ازمایښت پړاو ته رسیدلي دي.

متحدو ایالتونو په دې وروستیو کې راپور ورکړی هغه واکسین چې د امریکا د صحت د ملي انستیتوت او د "مودرنا" شرکت له خوا جوړ شوی، هیله بښونکې نتیجه ورکړې او د معافیتي سیستم د غبرګون لامل شوی دی

XS
SM
MD
LG