د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل پدې هیواد د روسیې هوایي بریدونه وغندي


په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازي دوشنبه اکټوبر ۱۰ (تلې۱۸) په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دې هیواد په پایتخت کیف او ګڼ شمیر نورو ښارونو د روسیې تازه بریدونه وغندي.

ښاغلي سرګې کایلاستیا همدرانګه وغوښتل چې د روسیې لخوا د اوکراین د څلورو سیمو الحاق دې هم په رسمیت نه پيژندل کیږي.

د اوکراین استازي پخپلو خبرو کې وویل چې په ټول اوکراین تازه د روسیې لخوا ۸۴ توغندي او تر شلو ډیرو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه شوي چې ګڼ شمیر کسان پکې وژل شوي او ډیرې سیمې تبا شویدي.

ښاغلي کایلاستیا زیاته کړه چې د بریښنا اړوند تاسیسات، د خلکو د اوسیدو ودانۍ، ښوونځي، پوهنتونونه، موزیمونه او سړکونه هغه ځایونه دي چې د روسیې په هوایي بریدونو کې تبا شوي او د روسیې د دفاع وزارت دا بریدونه مشروع بولي.

د اوکراین دې استازي زیاته کړه ، "ټولې نړۍ یو ځل بیا د ترهګر دولت اصلي څیره وکتله چې زمونږ خلک وژني".

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې دا ځانګړې غونډه پدې خاطر جوړه شوې وه چې د روسیې لخوا د اوکراین د دونیڅک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا د سیمې د خپلې خاورې د یوې برخې په توګه په اعلان کولو بحث وکړي.

پدې غونډې کې د شلو هیوادونو استازو خبرې وکړلې او د روسیې پرته ټولو یې په اوکراین دا بریدونه وغندل او ځینو خو وویل چې دا کار ښایي جنګي جنایت وبلل شي.

د مسکو استازي وویل چې دا بریدونه د هغو راکټي بریدونو په غبرګون کې شوي چې یو پول پکې په نښه شوي و چې د کرایمیا سیمه د روسیې سره نښلوي.

د اوکراین په پایتخت کیف کې امنیتي چارواکي ویلي چې پر دغه ښار باندې راکټي بریدونه کړي، لږترلږه اته کسان وژل شوي او ۲۴ نور زخمیان دي.

د کیف ښار امنیه قوماندانۍ په یوه رسمي اعلامیه کې لیکلي چې، دا راکټونه د ښار په مرکزي ساحو کې د ګڼې ګوڼې پرمهال لګېدلي، ملکي خلکو ته تلفات اوښتي او عامه تاسیسات زیانمن شوي دي.

د کیف برسېره، د اوکراین په نورو ښارونو، لکه لفیف، ترناپیل، او دیپرو کې هم نن د توغندیو لګېدلو له امله لویې چاودنې وشوې. د اوکراین د دفاع وزارت ویلي، روسیې د کروز ۷۵ توغندي ویشتلي چې ۴۱ يي ورته په هدف تر لګېدلو مخکې له منځه وړي.

د اوکراین پر ښارونو د روسیې د راکټي بریدونو هم مهاله، د اوکراین ولسمشر زیلنسکي نن ولس ته په خپله وینا کې وویل چې ددې بریدونو اصلي مقصد د اوکراین د برېښنا تاسیسات او عام خلک دي.

زیلنسکي وویل: "مونږ د ترهګرو سره مخامخ یو. د لسګونو توغنديو او ایراني بې پیلوټه الوتکو د بریدونو دوه هدفونه وو: په ټول هیواد کې د بریښنا تاسیسات. او دویم عام خلک."

XS
SM
MD
LG