د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین ولسمشر: ټرمپ په ګواښ څه ندي غوښتي


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي ویلي چې د جولاي په میاشت کې یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټېلفوني مکالمه کې "په ګواښ ترې څه نه دي غوښتل شوي".

زېلنسکي د پنجشنبې په ورځ [اکټوبر ۱۰] خبریالانو ته ویلي، نه پوهېده چې د مکالمې پر وخت ولسمشر ټرمپ پر اوکراین مېلیونونه ډالر پوځي مرستې ځنډولې وې.

ولسمشر ټرمپ وایې مرستې یې ځکه ځنډولې وې چې اوکراین له فساد سره مبارزه وکړي.

دېموکراتان ولسمشر ټرمپ ملامتوي وي چې ګواکې ده د جمهوري ریاست لپاره د دېموکرات ګوند پر نوماند جو بایډن او د هغه پر زوي هنټر بایډن د تحقیقاتو لپاره پر اوکراین مرستې ځنډولې دي.

د افشاګر د شکایت او د ولسمشرانو د مکالمې د متن له مخې، ولسمشر ټرمپ له ولسمشر زېلنسکي څخه غوښتي چې پر بايډن تحقیقات وکړي.

ولسمشر ټرمپ په یوه تازه ټویټ کې لیکلي چې د اوکراین د ولسمشر له څرګندونو وروسته دې "باید عاجل د استیضاح په اړه خبرې ختمې شي".

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اټکل کړی و چې ښايي د استیضاح په سر یې له دېموکراتانو سره شخړه په ستره محکمه کې ختمه شي.

XS
SM
MD
LG