د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا له اوکراین او اسرائیل سره د مرستو د لایحې مخه ونیوله


د متحدو ایالتونو سنا ۱۰۰ غړي لري
د متحدو ایالتونو سنا ۱۰۰ غړي لري

د متحدو ایالتونو سنا د چهارشنبې په ورځ ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) د سپینې ماڼۍ له لورې د هغې وړاندې شوې لایحې مخه ونیوله چې په کې اوکراین او اسرائيل ته میلیاردونه ډالر نوې امنیتي مرستې غوښتل شوې وې.

جمهوریت غوښتونکو سناتورانو په همدې حال کې له مکسیکو سره په سرحد کې د مهاجرت د کنترول لپاره د سختو اقداماتو په اړه په خپلو غوښتنو ټېنګار وکړ.

د سنا ۵۱ غړو د دغې لایحې په ضد او ۴۹ یې په پلوۍ رایې ورکړې. د سنا د ۱۰۰ غړو له ډلې څخه یې باید ۶۰ یې د څه باندې ۱۰۰ میلیارد ډالرو لایحې ته مثبته رایه ورکړې وای چې په اړه یې بحث ته لاره پرانیستل شوې وای. سنا ۱۰۰ غړي لري.

د جمهوریت غوښتونکو ګوند ټولو سناتورانو 'منفي' رایه ورکړه. د دوی په منځ کې برني سنډرز هم د "نه" رایه ورکړې، برني تل د دموکراتانو په پلوۍ رایه کاروله، مګر د فلسطینیانو په وړاندې یې د "اسرائیل د غیر بشري پوځي تګلارې" د مالي ملاتړ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په سنا کې د اکثریت مشر چک شومر هم د لایحې په مخالفت رایه ورکړه، چې د بیا کتنې لپاره یې بل وړاندیز وسپارلای شي. دغه دموکرات سناتور له رایې اچوونې وروسته وویل دا "یوه جدي شېبه وه چې د یوېشمې پېړۍ لپاره به دوامداره عواقب" او د لویدیځې دموکراسۍ د زوال خطر له ځان سره ولري.

جمهوریت غوښتونکي وايي چې د لایحې په اړه د دوی منفي رایې د متحدو ایالتونو په جنوبي سرحد کې د مهاجرت د کنترول او په دې اړه د لا سختې تګلارې د پلې کولو لپاره اړینې وې.

د جمهوریت غوښتونکو مشر مچ مککانل وویل دغو رایو وښوده چې جمهوریت غوښتونکي غړي څه چې وايي پرې ولاړ دي او "نهایتآ موږ باید د امریکا د ملي امنیت لومړیتوبونه" ووینو.

د متحدو ایالتونو دموکرات او جمهوریت غوښتونکو غړو له اوکراین او اسرائیل سره د مرستو لپاره له څو میاشتو راهېسې د ولسمشر جوبایډن د غوښتنې په اړه بحثونه وکړل.

امریکا د روسیې په مقابل جګړې کې د اوکراین تر څنګ ولاړه ده او میلیاردونه ډالر پوځي او بشري مرستې ورسره کړې دي.

ولسمشر جوبایډن همدغه راز د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې د حماس له بریدونو ورسته وویل چې اسرائيل هر څه ته ضرورت لري، ورته به یې برابر کړي چې د ځان دفاع وکړای شي.

د دغه راپور معلومات د رویټرز اژانس څخه اخستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG