د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د اوسپنې له کارخانې د سرتیرو په ایستلو کې له بې پولې ډاکټرانو مرسته غوښتې


وروسته تر هغه چې په اوکراین کې چارواکو وویل د ماریوپول په ښار کې د اوسپنې د کارخانې څخه ټولې میرمنې، ماشومان او د پاخه عمر کسان وایستل شول، کیف د بې پولې ډاکټرانو د نړیوالې ادارې څخه غوښتي چې پدې کارخارنې کې ګیر پاتې شوي سرتیرې دې را وباسي.

د اوکراین چارواکو پداسې حال کې د ازوفستال کارخانې څخه د سرتیرو د ایستلو لپاره د دې خیریه مؤسسې څخه مرسته غوښتې چې د روسي ځواکونو او په کارخانې کې د کلابند شویو اوکرایني سرتیرو تر منځ د جګړې خطر مخ په ډیریدو دی.

اوکرایني چارواکو په یوې اعلامیې کې لیکلي، "د بې سرحده ډاکټرانو څخه غواړو چې د ماریوپول او ازوفستال د مدافعینو د ایستلو لپاره د یو ماموریت بندوبست وکړي او ټپي شویو کسانو ته دې روغتیایي خدمات برابر کړي چې د روسیې فدراسیون یې بشري حقونه نقض کړي."

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دغه کسان د تیرو ۷۲ ورځو راپدیخوا د روسیې د پوځ د پرله پسې توغندیو او بریدونو لاندې وو.

د اوکراین چارواکو همدارنګه ویلي چې په کارخانې کې د ټپي شویو سرتیرو لپاره دار درمل، د څښاک اوبه او خوراکي مواد کم دي او ځیني یې ځکه مړه شوې چې زخمونه یې ناسور شوي او یا مکروبي شوي.

په همدې حال کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي هم ویلي چې د ماریوپول په ښار کې د اوسپنې په کار خانې کې د ګیر پاتې شویو سرتیرو د ایستلو لپاره په دپلوماتیکو لارو کار روان دی خو نور جزیات یې ورنکړل.

ملګرو ملتونو او د سره صلیب نړیوالې ادارې د اوسپنې ددې کارخانې څخه چې د روسیې د یرغل په مقابل کې د دفاع په یو سمبول بدله شوې وه، د غیر نظامیانو د ایستلو د عملیاتو مشري کوله.

XS
SM
MD
LG