د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د ولسمشرۍ ټاکنې یو ټوکمار وگټلې


ښاغلي زلینسکي ٧٣٪ رای ترلاسه کړیدي
ښاغلي زلینسکي ٧٣٪ رای ترلاسه کړیدي

د اوکراین د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ۴١ کلن ټوکمار ولادیمیر زلینسکي د رایو په لوی توپیر بریالی شویدی.

ښاغلي زلینسکي د ٧٣ فیصده رایو په گټلو سره خپل سیال پخواني ولسمشر پټرو پوروشینکو ته ماتې ورکړه.

د اوکراین د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لمړي پړاو کې هم ولادیمیر زلینسکي نورو کاندیدانو مخکی و.

ښاغلی زلینسکي چې هیڅ ډول سیاسي سابقه نه لري او د ټي وي په یوې پروگرام کې یې د ولسمشر کردار لوبولی دی، په سرویگانو کې هم د ولسمشر پوروشینکو نه مخکی و.

زلینسکي په لمړي پړاو کې ٣٠٪ رای اخیستي وې او اوسني ولسمشر پوروشینکو ١٧.٥٪ رای اخیستي دي.

د اوکراین د قانون په اساس که یو کاندید د ٥٠٪ نه زیاتې راې وانهخلي نو انتخابات دوهم پړاو ته غځیږي.

د اوکراین په انتخاباتو کې ټول ټال ٣٩ کاندیدان برخه لرله او دغه ټول د روسیې سره د یوځای کیدو پلویان نه دي.

XS
SM
MD
LG