د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین پخوانی مشر د "روسیې یرغل" د دفاع لپاره هیواد ته ستنیږي


د اوکراین پخواني مشر په پولینډ کې خبریلانو سره خبرې کولې.
د اوکراین پخواني مشر په پولینډ کې خبریلانو سره خبرې کولې.

د اوکراین پخوانی مشر پیترو پوروشنکو وایي هیواد یې د یو داسې ستر امنیتي خطر سره مخ دی چې په تیرو ۳۰ کالونو کې ساری نلري او په همدې خاطر غواړي هیواد ته ستون شي چې د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي د حکومت سره مرسته وکړي.

پوروشینکو د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹ پورې د اوکراین جمهور ريئس و خو وروسته ترې د ستر خیانت په خاطر تحقیقات پیل شول او د هیواد څخه ووت.

د اوکراین دې پخواني مشر چې ښایي هیواد ته په راستنیدو ونیول شي په پولینډ کې خبریالانو ته وویل "اوکراین ته د زلینسکي سره د جګړې لپاره نه بلکې د اوکراین په خاطرد جګړې کولو لپاره ستنیږم".

خو هغه خبریالانو ته وویل توقع نلري چې چارواکي به یې ونیسي او زیاته یې کړه چې "د دې لپاره هیڅ دلیل نشته".

پوروشینکو همدارانګه په یو ویډیویي پیغام کې چې په فیس بوک کې خپره شوې ویلي چې غواړي د روسیې د یرغل په مقابل کې د خپل هیواد د حکومت سره د مرستې لپاره ستون شي.

ټاکل شوې هغه نن دوشنبه هیواد ته ستون شي.

ښاغلی پوروشینکو پداسې حال کې هیواد ته ستنیږي چې په کیف کې محکمه نن پریکړه کوي چې آیا هغه ونیول شي او که نه خو دغه پخوانی مشر وایي چې محکمې ته به حاضر شي.
پیترو پوروشینکو چې ۵۶ کاله عمر لري په اوکراین کې یو تر ټولو غني شخص دی. د هغه د واکمنۍ څخه وړاندې روسیې د کریمیا سیمه د ځان سره یو ځای کړله او په ختیځ کې د اوکراین د سرتیرو او بیلتون غوښتونکو چې روسیه یې تر شا ولاړه وه جګړو زور وا
خو په ۲۰۱۹ کال کې پوروشینکو د ولادمیر زلینسکي په مقابل کې چې په سیاست کې یې هیڅ ډول تجربه نه درلوده او په ټلویزیون کې یو ټوکمار و، ماتې وخوړله.

د اوکراین دا پخوانی مشر اوس د پارلمان غړی او د اروپایي یووالي ګوند مشر دی.

په پیترو پوروشینکو دا تور دی چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کالونو کې یې د دونیاڅک او لوګانڅک سره چې ځانونه خلق جمهوریتونه بولي،په کیف باندې د ۵۴ ملیون ډالرو په ارزښت د ډبرو سکرو په پلورلو کې مرسته کړې.
که هغه د خیانت پدې تور کې مجرم وبلل شي، تر ۱۵ کالونو پورې بندي کیدی شي.
.

XS
SM
MD
LG