د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک او امریکا اوکراین ته د کښتیو ضد توغندي او نورې وسلې ورکړي


د اوکراین دفاع وزارت وایي د ډنمارک څخه یې د کښتۍ ضد هارپون او د متحده ایالاتو څخه یې د هویتزر په نومونو توپونه تر لاسه کړي.

د دفاع وزیر یې اولیکسي رزنیکوف شنبه مۍ ۲۸ (غبرګولي۷) ویلي چې دا نوې وسلې به د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین ځواکونه قوي کاندي.

د دفاع وزیر د نویو وسلو د تر لاسه کولو په هکله په فیسبوک کې لیکلي، "د هارپون توغندي به زمونږ ساحلي دفاع قوي کړي او د اوکراین روزل شوي ټیمونه به ترې ګټه واخلي".

ښاغلي رزنیکوف همدارنګه لیکلي چې د هارپون توغندي چې د ځمکې څخه په کښتیو توغول کېږي د اوکراین د نیپتون توغندیو سره یو ځای به د جنوبي بندر اودیسا په ګډون د هیواد د سواحلو د دفاع لپاره وکارول شي.

په همدې حال کې د اودیسا د سیمه ایزې نظامي ادارې چارواکو ویلي چې دومره ډیر د هارپون توغندي ورکړل شوي چې په تورې بحیرې کې د روسیې د بحري ځواکونو ټولې قطعې پرې ډوبولی شي.

تیره میاشت هم په تورې بحیرې کې د روسیې د بحري ځواکونو یوه کښتۍ ډوبه شوې وه او اوکراین ویلي وو چې هغوي دا کښتۍ په توغندي ویشتلې وه خو دا یې نه وو ویلي چې د څه ډول توغندي څخه یې کار اخیستی و.

د اوکراین د دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې د کښتیو ضد توغندیو د تر لاسه کولو تر څنګ یې د متحده ایالاتو څخه د (M109) هویترز توپونه تر لاسه کړي او د اوکراین پوځ ته دا وړتیا ورکوي چې د لیرې واټن څخه هدف وولي.

ها خوا د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي ویلي د وسلو د پوره کولو بهیر یې داسې یوې نقطې ته نږدي ګیدونکی دی چې په روسیې به د ټکنالوژۍ او د برید کولو د وړتیا له پلوه پورته وي.

XS
SM
MD
LG