د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین پوځ: د روسيې ایراني بې پیلوټه الوتکه مو وغورځوله 


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د اوکراین پوځ د سې شنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د لومړي ځل لپاره ادعا وکړه چې د جګړې په ډګر کې له هغوو بې پیلوټه الوتکو سره مخامخ شوي چې په ایران کې جوړې شوې او د روسیې ځواکونه یې کاروي.

دا الوتکه داسې تنظیم شوي چې هدف ته له رسېدو سره سم انفجار کوي او بې پیلوټه ځانمرکي الوتکې هم بلل کېږي.

د متحده ایالاتو استخباراتو د جولای په میاشت کې خبرداری ورکړ چې تهران په پام کې لري چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې سره د مرستې لپاره مسکو ته په چاودیونکو توکیو سمبالې ډرون الوتکې واستوي. ایران په پیل کې دا مسله رد کړې وه، خو د ایران د سپاه پاسداران قوماندان په دې وروستیو ورځو کې د نړۍ له سترو قدرتونو سره د وسلو په مرستې ویاړ کړی دی.

د اوکرایین یوه پوځي مقام او همدارنګه د اوکراین پلوه پوځي ویب پاڼې د مثلث یا ډیلټا په شکل د یوې نسکوره شوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) تصویرونه خپاره کړي چې د ایران د «شاهد» په نامه ډرون ته ورته دي.

د اوکرایني مقاماتو او د دې ویب پاڼې په وینا، اوکرایني ځواکونه کوپیانسک ته نږدې پداسې حال کې له دې ډرون سره مخامخ شوي چې د خارکیف په ختیځ کې د کیف بریدونو د روسیې د ځواکونو لومړۍ کرښې ماتې کړې دي.

دا عکس ښیي چې پرځول شوې ډرون پر ډزو باندې چاودیدلې او تر دې دمه د کیف لخوا پدې هکله نور معلومات ندي خپاره شوي. د پرځول شوې ډرون الوتکې پر بدنې باندې د "M214 Geran-2" لیکنه ښیي چې دا ډرون د روسي پیژندل شویو وسلو سره سمون نلري.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ تر اوسه په دې اړه د تبصرې لپاره د اسوشیتیدپرس اژانس غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

ایران د "شاهد" په نامه څو ډوله ډرون الوتکې لري چې په فارس خلیج کې یې د امریکايي الوتکې وړونکې بېړۍ دپاسه د الوتنو لپاره هم کارولي دي. دا ډول ډرونونه په یمن کې د ایران له ملاتړ نه د برخورداره حوثي یاغیانو او په سعودي عربستان کې د تیلو په زیرمو باندې په بریدونو کې هم کارول شوي او ویل کیږي چې د دې ډول ډرون د برید په پایله کې د عمان په اوبو کې په ۲۰۲۱ کال کې د تیلو وړونکې کښتۍ دوه عمله ووژل شول.

متخصصین د چاودیدونکو توکیو لیږدونکي دا ډول ډرونونه د "اور اچوونکو مهماتو" په توګه یادوي چې مخکې له مخکې پلان شوي ځای ته الوتنه کوي او د هدف پر سر په هوا کې او یا د هدف سره د لګیدلو پر وخت چاودنه کوي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ایران په داسې حال کې له روسیې سره نژدې شوی چې په ۲۰۱۸ کال کې د اټومي تړون څخه د امریکا د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یو اړخیزه وتلو وروسته تهران له سختو بندیزونو سره مخامخ دی. ددغه تړون د بیا ژوندي کولو په اړه خبرې اترې چې ایران به د بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې د یورانیمو غني کول محدود کړي اوس بیا په ټپه دریدلي دي.

په ۲۰۲۰ کال کې د ایران د سپاه پاسداران له خوا د اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې د نسکورولو له امله د اوکراین او ایران اړیکې خړې پړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG