د لاس رسي وړ اتصالات

د لویدلې الوتکې د قربانیانو نه ډک اورگاډی


هغه اورگاډی چې د درۍ سوو قربانیانو جسدونه پکې انتقال شول.
هغه اورگاډی چې د درۍ سوو قربانیانو جسدونه پکې انتقال شول.

د اروپایي ټولنې له خوا د مالیزیایۍ الوتکې په را غورزېدلو کې د لاس درلودنې په تور، پر روسیئ باندې د لا نورو بندیزونو د لگولو هڅې په داسې حال کې دوام لري چې دا اتحادیه وایي د روسیئ په ملاتړ او د روسيې په درنو وسلو سمبال جدایی غوښتونکي تندلاري د مالیزیایي الوتکې د را غورزولو مسول گڼل کیږي.

د ادعا دلیلونه

د اوکراین په ختیځ کې د مالیزیایی الوتکې د را لویدو څخه وروسته د پېښې سیمه، تر څو ورځو پورې د روسي پلوه تندلارو تر کنترول لاندې وه. لویدیځوال وایي له دې سره دا شک را پېدا کېږي چې دوي ښایی په دې پېښه کې د لاس درلودلو په تړاو د شواهدو د پټولو هڅې کړې وي.

اوس پر روسیئ باندې دا فشار زیات شوی چې پرته له هر ډول محدودیت څخه د نړیوالو څیړنو سره مرسته وکړي.

د قربانیانو د کورنیو غوښتنه

پرون د تندلارو تر کنترول لاندې سیمې، توریز، څخه په یوه اورگاډي کې د مالیزیایۍ الوتکې د نږدې درۍ سوو قربانیانو مړي د هغوي کورنیو ته بلاخره ور وسپارل شول.

د وروستیو مراسمو دپاره د خپلو عزیزانو د مړېو د تر لاسه کولو دپاره غوښتنه چې په پر له پسې توگه د چارواکو او د قربانیانو د خپلو خپلوانو له خوا وشوه په پای کې بلاخره ومنل شوه.

هالندي څیړونکي چې اورگاډي ته یی د ننوتلو اجازه درلوده وایي مړي په سمه توگه ساتل شوي و خو روسي پلوه تندلاري اوس هم د پېښې په سیمه کې پرته له محدودیتونو څخه د نړیوالو څیړنو مخنیوی کوي.

نړیوال غبرگونونه

جمهور رئیس اوباما پرون پدې اړه د یوی وینا په ترڅ کې اشاره وکړله چې ښايي روسي پلوه تندلاري په شواهدو کې د لاس وهلو او پټولو هڅه کوي.

هغه وویل " دوي په وار وار د نړیوالو څیړونکو مخنیوي کوي او هغوی نه پرېږدي چې د پېښې ځای ته بشپړ لاسرسی ولري. که کوم څیړونکی وغواړی چې هلته ورشی نو دوي هوایی ډزی کوي. جدایي غوښتونکي د پېښې د ځای څخه شواهد لېرې کوي اوله دې سره دا پوښتنه هم را پېدا کېږي چې دوي اصلا د څه شي د پټولو کوښښ کوي؟"

جمهور رئیس اوباما د اوکراین په ختیځ کې د روسیې رول په شدیدو الفاظو وغانده او د روسیی پر جمهور رئیس ولادیمیر پوتین باندې یی غږ وکړ چې په اوکراین کې دې د جدایی غوښتونکو سره اړیکې پرې کړي.

هغه زیاته کړه " اوس د دې وخت رارسیدلای دی چې جمهور رئیس پوتین او روسیه پر هغې ستراتیژۍ باندې اتکا پرېږدي چې غوره کړې یی وه او د تشدد د حل دپاره پاخه گامونه پورته کړي."

د روسیئ ځواب

د روسیی جمهور رئیس ولادیمیر پوتین پرون وویل چې ددې تراژیدۍ څخه باید د سیاسي مقاصدو دپاره گټه پورته نشي.

هغه وویل " هیڅ څوک دا حق هم نلري چې ددې تراژیدۍ څخه د خپلو ځان ځاني سیاسي موخو دپاره کار واخلي. دا پېښه باید خلک سره جلا نه بلکه یو موټی کړي."

روسي پوځي چارواکي دا شک ردوي چې جدایي غوښتونکي دې د روسي توغندي په ذریعې ددې الوتکې د را لویدو مسول واوسي او زیاتوي چې ددې خبرې د اثبات دپاره د ستلایت هیڅ ډول انځورونه هم نشته.

په مالیزیا کې د روسیی سفیره (لودمیلا ورو بیې وا) نن خبر ورکړ چې کارپوهانو دا تایید کړه چې د مالیزیایی الوتکې د پېښو ثبتونکی بکس چې د بلک باکس په نوم یادیږي ، پرته له کومی لاس وهنې چارواکو ته سپارل شوی دی.

هغې وویل روسان هغه شانته چې لویدیځ هیوادونه دي، د اتهام لگولو لوبه نده زده. هغې زیاته کړه "تور بکس مالیزیایی کارپوهانو ته ور سپارل شوی دی او دوی دا تایید کړه چې په بکس کی لاس ندی وهل شوی . دا پخپله د مالیزیایی کارپوهانو الفاظ دي."

نړیواله پریکړه

د ملگرو ملتونو امنیت شورا پرون په هغه مسوده رایه ورکړه چې د آسترالیا له خوا وړاندې شوی وه. په دغه مسوده کې دا غوښتنه شوېده چی د پېښې سیمی ته د نړیوالو څیړونکو ورتللو ته بلا قید او شرط اجازه ورکړل شی او د سېمی په شاوخوا کې اوربند وشی، څو هغوی وکړلی شی چی خپل کار پرمخ بوزي.

XS
SM
MD
LG