د لاس رسي وړ اتصالات

تهران کې د اوکرایني الوتکې د غورځېدو پیښه کې لس افغانان مړه شوي


دا الوتکه چې شاوخوا ۱۷۰ تنه په کې سپاره وو، تهران هوايي ډګر څخه د پورته کیدو لږ وروسته پریوتله.
دا الوتکه چې شاوخوا ۱۷۰ تنه په کې سپاره وو، تهران هوايي ډګر څخه د پورته کیدو لږ وروسته پریوتله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نن د چهارشنبې په ورځ ( مرغومی ۱۸مه) په تهران کې د اوکراین د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې لس افغانان هم مړه شوي دي.

چارواکي وايي په دغې پېښې کې ټول ۱۷۶ مسافر او د الوتکې عمله مړه شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ټویټر په پاڼه لیکلي چې په تهران کې د افغانستان سفارت ته امر شوی چې خپلوانو ته د الوتکې په پیښه د مړه شویو افغانانو د جسدونو په ستنولو کې همکاري وکړي.

د اسوشیتډپرس د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي دي چې د الوتکې د پریوتو په پیښه کې ۸۲ ایرانیان، ۶۳ کاناډایان، ۱۱ اوکراینیان، لس سويدنیان، څلور افغانان، ۳ جرمنیان او ۳ برتانویان مړه شوي دي.

دمخه معلومات

د ایران دولتي تلویزیون او اوکرایني چارواکو ویلي، چې نن د چهارشنبې د ورځې په سهار ( مرغومی ۱۸ مه)د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې یوه ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه، د تهران د امام خمیني د هوايي ډګر څخه د الوتنې لږ وروسته پریوتي، چې په کې ۱۷۰ تنه مسافر او د الوتکې عمله وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس ته د اوکراین په مرکز کیف کې د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت یو مامور ویلي، په دې پیښه کې په الوتکه کې سپاره ټول مسافر او د الوتکې عمله وژل شوي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د الوتکې څخه د ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس ویلي، چې اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې مربوط ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د تهران د امام خمیني هوايي ډګر سره نږدې پریوتې ده، چې د پریوتلو سره سم یې اور اخیستی دی.

د ایران دولتي تلویزیون د ایران د عاجلو خدمتونو د ادارې د رئیس پیرحسین کولیوند له خولې ویلي، چې " اور ډیر زیات دی، چې له امله یې مونږ د ژغورنې چارې نشو ترسره کولی... مونږ د پیښې په ځای کې ۲۲ امبولانس موټرې، څلور امبولانس بسونه او یو هلیکوپتر لرو".

د ایران د ملکي هوايي چلند د ادارې ویاند رضا جعفرزاده د ایران دولتي تلویزیون ته ویلي، چې د پیښې پر مهال په الوتکه کې ټول ۱۷۰ تنه سپاره وو.

د ایران دولتي خبري آژانس ارنا د لومړنیو معلوماتو پر اساس بیا ویلي، چې دا الوتکه د تهران څخه کیف ته روانه وه او ۱۸۰ مسافر او د الوتکې عمله په دغې الوتکه کې وو.

XS
SM
MD
LG