د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین په دوو ختیځو سیمو کې د ټولپوښتنې پیل


دونڅک کې ټولپوښتنه تر سره شوه
دونڅک کې ټولپوښتنه تر سره شوه

رایې اچونکي د اوکراین د دونسک او لوهانسک په سیمو کې پریکړه کوي چې ایا د خلکو د جمهوریت په نوم یو خپلواک هیواد غواړي او که نه.

د لوهانسک او دونسک په ټولپوښتنو کې له رای اچونکو څخه پوښتنه کېږي چې ايا دوي د خودمختارۍ ملاتړ کوي که نه؟

دغه ټولپوښتنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يې دځنډولو غوښتنه کړې وه.

بل خوا د اوکراین موقت جمهور رئیس اولیکساندر تورچينوف ویلي هغه کسان چې په دغو سيمو کې د خودمختارۍ ملاتړ کوي، په دې نه پوهېږي چې ددې معنی په بشپړه توګه د اقتصاد، ټولنيزو پروګرامونو او د اکثريت خلکو د ژوند زيانمنېدل دي.

په دونسک کې د للیا برگینا په نوم یوه رایې ورکوونکې وایي هلته زیږدلې ده او هیواد یې پرې گران دی "ماسره ټکي نشته چې بیان کړم چې زما هیواد کې څه تیریږي. ځکه زه دلته راغلې یم چې په دې ډول ثبات رامینځ ته شي او سوله راشي. د کیف حکومت دې مونږه پریږدي چې په سوله کې ژوند وکړو."

په اوکراين کې ددې ټولپوښتنو بهیر داسې جوړ شوی چې څوک د رایو په پاڼو او د رای اچونکو په لست باندې څرګند کنترول نلري او په دې بهیر د کيف او لوېديځ له خوا نیوکې کیږي.

د رای اچونې د مرکز یوه کارکونکی اندري مامنتوف وایي "د درغلي د مخنوي دپاره مونږ د یولسم د مې د رای اچونې مخکې تیاري نیولې وه. د دغه رای اچونې مرکز په هکله ووایم چې هر څه به سم وي خو زه د نورو مرکزونو په هکله څه نشم ویلی. هیله مند یم درغلي به ونه شي."

خو څیړونکي په دې اند دي چې په بیړه ترسره شوې دغه ټولپوښتنې له هغې ټولپوښتنې سره ورته والى لري، چې د مارچ په مياشت کې په کريميا کې تر سره شوه او له اوکراين څخه يې ددې سيمې جلا کېدل تاييد کړل.

د شنبې په ورځ د اوکراين موقت ولسمشر اولیکساندر تورچينوف خبردارى ورکړ، چې دغه رايه اچونه د پاڼ يا کړنگ لور ته د تلو يو ګام دى.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې شوې اعلامېې کې ویلي د دې غيرقانوني ټولپوښتنې نتايج به په رسميت ونه پېژني او دا رايه اچونه یې د اضافي جلاوالي او بې نظمۍ د ايجادولو يوه هڅه وبلله.

لویدیځ مشران مسکو گرموي چې بیلتونپالو غورځنگونو ته لمن وهي او د جرمني صدراعظمه انگلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند ویلي که چیرې روانه ناارامي د اوکراین ولسمشریزې تاکنې وگواښي چې د مې د میاشتې په پنځه ویشتمه ترسره کیږي، هغوي به د مسکو په وړاندې بیا اقتصادي بندیزونه ولگوي.

خو مسکو بیا د اوکراین په یاغیتوپ کې د هر ډول رول لوبول یا د روسیې فدراسیون سره د اوکراین د روسیي ژبې برخې د جذبولو خبره رده وي.
XS
SM
MD
LG