اوکرایني چارواکي وایي چې روسیې د روان کال تر ټولو مرګونی برید پر اوکراین کړی، چې په کې څو ښارونو لکه کیف، اودیسه او دنیپرو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په بریدونو کې وژل شوي دي.
په دغو بریدونو کې، چې د چهارشنبې له شپې تر پنجشنبې پورې شوي، له ۱۰۰ څخه زیات کسان ټپیان شوي دي. چارواکو خبرداری ورکړی چې د مړو شمېر ښایي نور هم لوړ شي.
په کیف کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي، چې یو ۱۲ کلن ماشوم هم پکې شامل دی. یوه مور او ماشوم د نړېدلې ودانۍ له کنډوالو څخه رایستل شوي .
په اودیسه کې اته کسان وژل شوي، چې یوه د استوګنې یوه لوړه ودانۍ په مستقیم ډول وویشتل شوه.
همدارنګه د اوکرایني چارواکو په وینا، په دنیپرو کې هم لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي وویل: «نن په اوکراین کې بله خورا غم لړلې ورځ او یوه ډېره سخته شپه وه.دا د روسیې له لوری د برید نه وروسته ورځ ده. یوازې په یوه شپه کې نږدې ۳۰۰ بېپیلوټه الوتکې، ۱۹ بالستیک توغندي، او همدارنګه کروز توغندي کارول شوي دي.»
د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۶۵۹ بېپیلوټه الوتکو څخه ۶۳۶ او له ۴۴ توغندیو څخه ۳۱ توغندي یې راوغورځولي دي. روسیې ویلي چې د دوی بریدونه د توغندیو د تولید مرکزونه او هغه انرژۍ زیربناوې په نښه کړي چې د اوکرایني ځواکونو ملاتړ کوي.
دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شول چې د اوکراین د دفاع د تماس ډلې ۳۴مه غونډه په برلین کې وشوه. د ناټو سرمنشي مارک روته له متحدینو وغوښتل چې په ۲۰۲۶ کال کې اوکراین ته د ۶۰ میلیارد ډالرو پوځي مرستو هدف پوره کړي.
په مهمو ژمنو کې د جرمني له خوا د ۴.۷ میلیارد ډالرو هوايي دفاعي بسته او د بریتانیا له خوا د څه باندې ۱۲۰ زرو بېپیلوټه الوتکو تر ټولو لویه ژمنه شامله وه. د امریکا د دفاع وزیر په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.
په جلا توګه، د روسیې دولتي اژانس ریا نووستي راپور ورکړی چې اوکراین د روسیې تر کنټرول لاندې کریمیا کې د تیلو دوه زېرمې او د تور سمندرګي په توآپسه بندر کې زیربناوې په نښه کړې دي، چې د اوکراین د بېپیلوټه برید له امله دوه کسان وژل شوي او د لایبریا تر بیرغ لاندې یو د تیلو ټانکر هم ویشتل شوی دی.
فورم \ دبحث خونه