په اوکراین کې چارواکي وایي د پنجشنبې په ورځ [اګست ۱۹مه] په کییف او شاوخوا سیمو کې د روسیې په بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي او څه باندې ۴۰ تنه ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي وايي چې د اوکراین د ملګرو له خوا د دافع هوا توغندیو د زېرمو نه ډکول، د خلکو د ژوند په بیه تمامېږي.
د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي چې روسیې تېره شپه لسګونه کروز، بالستیک او هایپرسونیک توغندي او همدارنګه ۱۶۸ بې پېلوټه الوتکې توغولي دي.
هوايي ځواکونو خبر ورکړی چې دوي نږدې ٪۹۰ بې پیلوټه الوتکې او ډیر شمېر کروز توغندی شنډ کړي دي. دغو ځواکونو نه دي ویلي چې روسي ځواکونو څومره بالستیک توغندي توغولي او څومره یي له کاره غورځول شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت وویل چې مسکو پر کییف او شاوخوا سیمو هوايي بمبارۍ کړې او د بې پیلوټه الوتکو د پرزو د تولید مرکزونه، یو پوځي ګودام، یو لوژستیکي مرکز او همدارنګه نور اهداف يې ویشتلي دي.
لکه څنګه چې روسیې په وروستیو میاشتو کې خپل بالستیک بریدونه زیات کړي، زېلنسکي له خپلو متحدینو غوښتي چې د اوکراین د پټریوت توغندیو زېرمه بیا ډکه کړي ځکه چې یوازې همدغه توغندی د بالستیک توغنديو د شنډولو وړتیا لري.
زېلنسکي د ټلګرام په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "د پېټریاټ سیسټمونو مرمۍ تر اوسه نه دي بدلې شوې، او هره ورځ ورته اړتیا ده." د زېلنسکي په وینا "هر اضافي توغندی زموږ د خلکو ژوند ژغوري."
د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې مسکو به تر هغه وخته پورې د سولې لپاره جدي خبرې اترې ونه کړي څو چې اوکراین د خپلو ښارونو د دفاع لپاره د توغندیو دفاعي سیسټمونه ونه لري.
د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشرې اورسولا فون ډرلین، د زیلینسکي پیغام ته په ځواب کې په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې هغه له غړو هېوادونو او شریکانو سره کار کوي څو اوکراین ته د "تر ټولو بېړنیو لومړیتوبونو" په توګه د بالستیک ضد وړتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي.
فورم \ دبحث خونه