د ناټو مشران د جولای په اوومه او اتمه د ترکیې په انقره کې د سرمشریزې لپاره راټولېږي، چې پکې د ائتلاف پر مهمو امنیتي ننګونو خبرې کیږي.
تمه ده چې د غونډې مهمې موضوعګانو کې یوه هم د اوکراین سره دوامداره ملاتړ باندې متمرکزه وي چې د اجنډا په سر کې راځي. د روسیې د پراخ یرغل له پیل څخه څه باندې څلور کاله وروسته، اروپايي غړي هېوادونه لا هم د پوځي او مالي مرستو تمویل ته دوام ورکوي.
دا مرستې د مستقیمو دوه اړخیزو همکاریو، د اروپايي ټولنې د پورونو او هغو پروګرامونو له لارې برابریږي چې اروپايي هېوادونو ته د امریکا د وسلو د پېرلو زمینه برابروي.
خو د اقتصادي فشارونو او بودیجوي محدودیتونو له امله، په همدې کچه اوکراین سره د ملاتړ ساتل د ځینو اروپايي حکومتونو لپاره ورځ تر بلې ستونزمن کېږي او ځینې هېوادونه وایي چې د مرستو بار په مساوي ډول نه دی وېشل شوی.
دا سرمشریزه داسې مهال ترسره کېږي چې روسیې او اوکراین ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د جګړې په بېلابېلو سیمو کې پر یو بل بریدونه کړي دي.
د روسیې له خوا د دوشنبې په سهار د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي. د چارواکو په وینا، د کییف د پودیلسکي تاریخي ولسوالۍ د څو استوګنځایونو ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
د روسیې د دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې د اوکراین په ۱۴۹ سیمو کې پوځي هوايي ډګرونه، د سون توکو او انرژۍ تاسیسات، ترانسپورتي او لوژستیکي مرکزونه، د بېپیلوټه الوتکو د تولید او زېرمو سیمې او د اوکرایني ځواکونو موقتي مرکزونه په نښه کړي دي.
بل لور ته، اوکرایني چارواکي وایي روسیې د دوشنبې په شپه پر کییف د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې له امله یې ملکي ودانیو ته زیان اوښتی دی.
د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز هم ویلي، چې په تېره یوه ورځ کې ۲۹۵ نښتې ثبت شوې او اوکرایني ځواکونو د روسیې د ځواکونو د راټولېدو شپږ مرکزونه او اووه پوستې په نښه کړې دي.
فورم \ دبحث خونه