له روسیې سره د کړکیچ په اوج کې، د اوکراین ولسمشر پېترو پروشېنکو له ناټو څخه غوښتي چې د "امنیت د تامېنولو" لپاره د ازوف سمندر ته کښتۍ واستوي.
د پروشینکو دغه غوښتنه د پنجشنبې په ورځ د جرمني د" bild" ورځپاڼې خپره کړه.
د ناټو ویانده اوانا لنګېسکو د اوکرايني ولسمشر د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې ناټو له پخوا په تورې بحیري کې قوي پوځي حضور لري.
څو ورځې مخکې روسانو په "کرچ تنګي" کې د اوکراین ۳ کښتۍ ودرولې او عمله یې توقیف کړه. له دغې پېښې وروسته اوکراین پوځي حکومت اعلان کړ.
میرمن لنګېسکو ددې مطلب په بیانولو سره چې د ناټو کښتۍ په منظم ډول خپلو ګزمو ته دوام ورکوي، وویل: "موږ به په سیمه کې خپل حضور وارزوو."
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د پروشېنکو د غوښتنې په رد کولو سره ویلي چې اوکراین باید "معقوله" تګلاره خپله کړې ځکه چې دغه شان "شخړو ته پوځي حل لاره نه شته."
د ترکیې ولسمشر ویلي چې کولی شي د روسیې او اوکرین د جنجال په ختمولو کې مرسته وکړي.
رجب طیب اردوغان د دواړو هېوادونو له رهبرانو سره پر ټېلفون خبرې کړې دي او ژمنه یې کړې چې د "جي شل" هېوادونو په غونډه کې به دغه مسله د روسیې له ولسمشر ویلادمير پوتین او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره مطرح کړي.
د کرملېن ویاند ډیمټرې پېسکوف ویلي چې د امریکا او روسیې ولسمشران به د شنبې په ورځ په ارجنټاین کې ملاقات او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو به بحث وکړي.