د روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي چې روسي ځواکونو د دونیتسک ولایت په شمالي برخه کې پراخ بریدونه کړي او دوه استوګنیزې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
په ورته وخت کې اوکراین ویلي چې د روسیې پر پوځي، لوژستیکي او صنعتي زیربناوو یې بریدونه ترسره کړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت د ورځني معلوماتي ريوټ له مخې، روسي ځواکونو د دونیتسک او خارکیف په سیمو کې د دوو سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی.
وزارت زیاته کړې چې روسي ځواکونو د دونیتسک په شمال کې درانه عملیات ترسره کړي او د کوستیانتینیفکا ښار په کوڅو کې نښتې روانې وې. د روسیې په وینا، د دغه ښار ختیځې برخې اوس په بشپړه توګه د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
بل لور ته، د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیزدفتر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوکرایني ځواکونو د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه کې د روسیې پر یو شمېر مهمو هدفونو بریدونه کړي دي.
د اوکراین د پوځ په وینا، په دغو بریدونو کې پوځي، لوژستیکي او صنعتي تاسیسات په نښه شوي دي.
اوکرایني چارواکو ویلي چې په هدفونو کې د نفتو تصفیه خانې، د بېپیلوټه الوتکو د تولید مرکزونه او پوځي قوماندې مرکزونه شامل وو.
د دواړو خواوو دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې، او د جګړې د روان وضعیت په اړه بېلابېل رپوټونه خپریږي.
فورم \ دبحث خونه