د اوکراین پر بیلابیلو برخو د سه شنبې په ورځ (اګست ۴) د روسیې په هوایي بریدونو کې حد اقل پنځه ملکي کسان وژل شوي دي.پر روسیې هم د اوکراین د ډرون په بریدونو کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د اوکراین چارواکي وايي د دغه هېواد د سومي ښار پر ملکي سیمو شپږ هدایتشوي بمونه غورځولي چې له امله یې درې کسان، د دوو ماشومانو په ګډون، وژل شوي دي.
د سومي د سیمهییزې پوځي ادارې مشر اولېه هریهوروف وايي، په بریدونو کې یوه ښځه هم وژل شوې او څلور نور کسان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لیږل شوي دي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې ټرمپ غواړي د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسېږي، څو «بیرحمانه وژنې» ودرېږي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي، ټرمپ او د هغه ټیم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د رغنده رول لوبولو ته ژمن دي او ولسمشر لا هم خوشبین دی چې بالاخره به د سولې هوکړې ته ورسېږي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند امریکا غږ ته وویل:« نظامي ځواک به هیڅ وخت دا جګړه هواره نکړي- یوازې دیپلوماتیک هواری دا کار کولی شي. لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ په وار وار ویلي، دا حکومت ژمن دی چې بې معنې وژني او دا جګړه ودروي.»
په واشنګټن او کیف کې ددې په اړه چې جګړه څنګه تنظیم شي، تغیرات په لار دي.
د امریکا پوځ وايي چې د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هګسیت په اروپا کې خپلې قومندانۍ ته لارښونه کړې چې د اوکراین لپاره د امنیتي مرستو ډله بیا تنظیم او د کلیدي برخو مشري متحدین ته وسپاړي.
نوموړي په دې ټینګار کړی چې دا به له اوکراین سره د امریکا ملاتړ اغیزمن نکړي.
روسیې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د اوکراین پر ښارونو د «ګلایډ» یا هدایتشویو بمونو بریدونو ته دوام ورکړی دی. دغه پخواني شوروي بمونه د هدایت سیستمونو په نصبولو سره عصري شوي او د زرګونو کیلوګرامه چاودېدونکو موادو د لېږد وړتیا لري.
په ورته وخت کې، روسي چارواکي وايي چې اوکرایني ډرونونو د سهشنبې په شپه د روسیې په درېیو ګودامونو بریدونه کړي چې پنځه کسان یې د مسکو اړوندې سیمې په چیکوف ښار کې وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي.
د روسیې د چارواکو په وینا، د سنټ پیټرزبورګ او ټور سیمې په ګډون په نورو ځایونو کې هم د ډرونونو له امله ګودامونو ته زیان اوښتی دی. د «وایلډبېریز» په نوم د روسیې د ستر انلاین پرچون پلورونکي دوه مرکزونه هم په دغو بریدونو کې زیانمن شوي دي.
روسي چارواکي همداراز وايي، د کراسنادار سیمې په ارخیپو-اوسیپوفکا کې د اوکرایني ډرونونو په برید کې اووه کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي او ۲۱ کسان په روغتونونو کې بستر شوي دي.
بلخوا ترکیې د سهشنبې په ورځ له دواړو هېوادونو روسیې او ترکیې وغوښتل چې د روسیې د نووروسیسک بندر ته نږدې د ترکیې پر یوه بار وړونکي کښتۍ باندې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د درېو کسانو له سخت ټپي کېدو وروسته، په تور سمندرګي کې د کښتیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.
انقرې خبرداری ورکړی چې دا بریدونه کیدای شي د نړۍ د خوراکي توکو اکمالات له ګواښ سره مخ کړي.
فورم \ دبحث خونه