د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د اوکراین د سولې تړون نږدې دی؛ پر ایران به د اړتیا په صورت کې نور بریدونه هم وشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په انقرې کې د ناټو د سرمشریزې په یوې جلا غونډې کې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره وکتل
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په انقرې کې د ناټو د سرمشریزې په یوې جلا غونډې کې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره وکتل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په انقرې کې د ناټو د سرمشریزې په یوې جلا غونډې کې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره تر لیدنې وروسته وویل چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې د احتمالي تړون لپاره شرایط تر بل هر وخت ډېر برابر شوي او دی باور لري چې دواړه لوري د جګړې پای ته رسولو ته لېوالتیا لري.

ټرمپ خبریالانو ته وویل، "دا تړون له ډېرې مودې راهیسې تر کار لاندې دی، او زه رښتیا باور لرم چې اوس چمتو دی". هغه زیاته کړه چې د اوکراین ولسمشر غواړي خپل هېواد له جګړې وروسته بېرته ورغوي او د ده په باور د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم غواړي جګړه پای ته ورسېږي. ټرمپ وویل: "پوتین به وګوري، زیلینسکي به هم وګوري، او یو مثبت څه به پېښ شي. هیله لرم چې دا به ډېر ژر وشي."

نوموړي وویل چې امریکا به د اوکراین لپاره د امنیتي ضمانتونو پر موضوع کار وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې د سولې تړون به "که امنیتي ضمانت وي او که نه وي" ترسره شي. د روسیې پر وړاندې د فشار په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل، پر ولسمشر پوتین "ډېر فشار" شته او دی فکر نه کوي چې پوتین له روان وضعیت خوښ وي.

جمهور رئیس ټرمپ وویل، "هغه غواړي جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي."

کله چې له ټرمپ څخه د پوتین د سولې د شرطونو په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل چې دا شرطونه بدلېږي او د ده په اند اوس د هغو غوښتنو پر لور روان دي چې نړیواله ټولنه یې غواړي. هغه همدارنګه وویل چې د سولې د تړون لپاره کومه ټاکلې وروستۍ نېټه نه لري، خو باور لري چې بالاخره به یو تړون وشي. بل لور ته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وویل چې نه پوهېږي پوتین اوس د سولې لپاره کوم شرطونه غواړي، خو د ده په وینا، د جګړې له پیل راهیسې وضعیت بدل شوی او روسیه د پخوا په څېر د جګړې نوښت وړتیا له لاسه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم وویل چې په وروستیو میاشتو کې د جګړې په ډګر کې یو مهم بدلون دا دی چې روسیه د خپلې هوايي فضا په دفاع کې له ستونزو سره مخ شوې، او دا پرمختګ ښايي د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

ټرمپ د اوکراین وروستي بریدونه د جګړې د تاوتریخوالي زیاتوالی وباله، خو ویې ویل همدغه فشار ښايي د جګړې د پای ته رسېدو لامل هم شي.

د ایران په اړه د ټرمپ سخت دریځ

ټرمپ د ایران په اړه هم توندې څرګندونې وکړې او ویې ویل چې ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې د امریکا د پوځي غبرګون سبب شوي دي.

هغه وویل: "موږ تېره شپه پر هغوی ډېر سخت ګوزارونه وکړل، او ښايي نن شپه یې هم بیا سخت ووهو." ټرمپ زیاته کړه، که له ایران سره کومه موافقه هم وشي، دی ډاډه نه دی چې تهران به پرې عمل وکړي، ځکه د ده په وینا ایران "بې‌اعتباره" دی.

هغه وویل: "ایران به زموږ د تړون له مخې هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي، خو که تړون ونه شي، کېدای شي بې له تړونه هم خپل هدف ته ورسېږو."

ټرمپ ایران تورن کړ چې په تېرو ۴۷ کلونو کې یې امریکايي سرتېري، امریکايي وګړي او د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې ډېر خلک وژلي دي.

د ایران پر پوځي تاسیساتو د بریدونو ادعا

ټرمپ وویل، امریکايي ځواکونو د ایران د سمندري ځواکونو پر وړو کښتیو، رادارونو، د څارنې مرکزونو او هغو تاسیساتو بریدونه کړي چې د ډرونونو او توغندیو د ساتلو لپاره کارېدل.

هغه ادعا وکړه چې د ایران "ټوله سمندري قوه" له منځه تللې او یوازې کوچنۍ کښتۍ ورپاتې دي، چې د ده په وینا تېره شپه شاوخوا ۲۸ یې هم ویشتل شوې.

ټرمپ دا هم وویل چې ایران هڅه کوله خپل راداري سیستمونه بېرته ورغوي، خو د امریکا په بریدونو کې دا هڅې شنډې شوې. هغه خبرداری ورکړ چې که اړتیا وي، امریکا به د ایران پر نورو مهمو زیربناوو، لکه د برېښنا پر فابریکو او نورو ستراتیژیکو تاسیساتو هم بریدونه وکړي، که څه هم د ده په وینا، نه غواړي دا کار ترسره شي. ټرمپ همدارنګه وویل چې د ایران د خارګ ټاپو یوه برخه هم په وروستیو بریدونو کې په نښه شوې او دا احتمال یې رد نه کړ چې پر دغه ټاپو نور بریدونه هم وشي.

هېګسېت: که اړتیا وي، لا ژور بریدونه به وکړو

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت هم چې پدې خبري کنفرانس کې د جمهور رئیس ټرمپ سره ناست و وویل، د امریکا وروستیو بریدونو هغه وړې سمندري کښتۍ، د ځمکې لاندې د ډرونونو او توغندیو زېرمې، د ساحلي دفاع مرکزونه، رادارونه او د څارنې تاسیسات په نښه کړي چې د هرمز تنګي د بېړیو د ګواښلو لپاره کارېدل.

هغه زیاته کړه، که ایران خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي، امریکا چمتو ده چې لا پراخ او ژور بریدونه ترسره کړي.

ټرمپ: د ایران پر وړاندې محاصره هم ممکنه ده

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وویل، امریکا ښايي پر ایران ځانګړې سمندري محاصره ولګوي او یا یې بېرته لیرې کړي، خو دا به یوازې د ایران لپاره وي، نه د نورو هېوادونو لپاره. هغه وویل، که ایران په سمندر کې ماینونه کېږدي، امریکا د ماینونو د پاکولو وړتیا لري او دا به د نړیوالو کښتیو د تګ راتګ مخه ونه نیسي. له زیلینسکي سره تر لیدنې وروسته ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه "ټروت سوشل" کې ولیکل چې د دواړو مشرانو خبري غونډه "ډېره مثبته" وه او زیاته یې کړه: "هر څوک د حل لارې په لټه کې دي.".

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG