د لاس رسي وړ اتصالات

زیلنسکي پر امنیت شورا د نه اقدام له امله انتقاد وکړ


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د سه شنبې په ورځ اپریل پنځمه (وري ۱۶) پر اوکراین د روسیې د برید د نه درولو په خاطر د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نه اقدام له امله خبرداری ورکړ.

د اوکراین جمهور رئیس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو هیوادونو ته له اوکراین څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د پنځلسو دقیقو لپاره وینا وکړه.

ښاغلي زیلنسکي پر مسکو غږ وکړ د هغو جرایمو په اړه ځواب ووایي چې په اوکراین کې یې کړي دي.

جمهور رئیس زیلنسکي وویل:"له داسې یوه هیواد سره مخ یو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویتو د وژلو په حق بدلوي."

د اوکراین جمهور رئیس په دې غونډه کې وویل چې روسیې د خپل ویتو حق څخه په یاده شورا کې د هر ډول اقدام د کیدو د مخینوي لپاره کار اخیستی دی.

د هغه په وینا په دې کار سره د نړۍ د امنیت ټول جوړښت کمزوری کیږي او دا مسکو ته اجازه ورکوي چې مجازات نشي، له همدې امله هغوی هر شی چې کولی شي له منځه وړي.

ښاغلي زیلنسکي څو ورځې وروسته له هغه د امنیت شورا ته وینا وکړه چې روسي پوځیان د بوچا په نامه د کیف له یوه ښار څخه ووتل خو د سیمې اوسیدونکي او سیمه ایزو چارواکو وایي چې روسي پوځيانو ددې سیمې د نیولو پرمهال څه باندې ۳۰۰ ملکي کسان وژلي دي.

مسکو په دې وژنو کې لاس لرل رد کړي او ویلي دي چې دا وژنې اوکرایني سخت دریځو کړي دي.

اوړند مامورين په بوچا کې وژل شوي کسان انتقالوي
اوړند مامورين په بوچا کې وژل شوي کسان انتقالوي

د اوکراین جمهور رئیس وویل:"چمتو یاست چې ملګري ملتونه وتړئ؟ فکر کوئ چې د نړیوال قانون وخت تیر شوی دی؟ که ستاسې ځواب نه دی، نو پکار ده چې عاجل اقدام وکړئ. د ملګرو ملتونو موقف باید ډیر ژر په ځای شي."

ښاغلي زیلنسکي څرګنده کړه چې د اوکراینیانو په وړاندې د شوي ظلم په اړه باید حساب کتاب وشي.

زیلنسکي وویل:"د روسیې پوځ او هغه کسان چې هغوی ته یې امر کړی باید په اوکراین کې د جنګي جرایمو له امله په عاجله توګه عدالت ته راکاږل شي."

تر دې یوه ورځ ورځ مخکې د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن وویل چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین باید د جنګي جنایاتو په محکمه کې محاکمه شي.

د روسیې غبرګون

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبیرنزیا د اوکراین هغه ادعاوي چې ګواکې روسیي پوځیانو په هغه هیواد کې جنګي جنایات کړي، رد کړې.

هغه حتی دا وویل چې روسي پوځیان په هغه هیواد کې ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر په پرمختګ کې ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي واسیلي نیبینزیا امنیت شورا ته وویل:" موږ یو ځل بیا د روسي پوځيانو او پوځ په اړه پراخ درواغ واوریدل."

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازې میرمن لنډا ټاماس ګرینفیلډ د امنیت شورا په غونډه کې وویل هیواد یې د هغو تصاویرو په اړه څیړنه کوي چې له بوچا څخه ترلاسه شوي دي.

ټاکل شوېده میرمن ګرینفیلډ د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو مولډوا او رومانیا ته سفر وکړي او هلته له اوکرایني کډوالو سره وویني.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم د سه شنبې د ورځې په غونډه کې ګډون وکړ او سمدستي یې د جګړې د بندیدو غوښتنه وکړه.

ناټو پر اوکراین غونډه کوي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن چې د اوکراین د جګړې په اړه د ډیر بحث په هدف د بلجیم پلازمینې بروکسل ته روان شوی دی، خبریالانو ته وویل هغه وحشت چې په بوچا که موندل شوی "د یو سرکش واحد تصادفي عمل ندی. دا د وژنو، ځورولو، تیري او جنایتونو د کولو لپاره یو عمدي عمل دی. راپورونه ډیر موثق دي، د نړۍ د لیدو لپاره شواهد موجود دي."

اوکرایني چارواکي وايي چې روسیه اوس د هغه هیواد پر دونڅک او لوهانسک سیمو تمرکز کوي او په بشپړ ډول ددغو سیمو د کنټرول لپاره ځان جوړوي.

XS
SM
MD
LG