د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: د روسیې د توغندیو 'بې ساري' برید کې لسګونه کسان مړه او ژوبل شوي


د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي‌ د روسي ځواکونو توغندیو د پایتخت کیف برسېره د دنیپروپیټروسک، اوډیسا، زاپوریژیا خارکیف او ځینې نورې سیمې په نښه کړي دي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي‌ د روسي ځواکونو توغندیو د پایتخت کیف برسېره د دنیپروپیټروسک، اوډیسا، زاپوریژیا خارکیف او ځینې نورې سیمې په نښه کړي دي.

د اوکراین مقامات وايي روسیې د جمعې په ورځ دسمبر ۲۹ (مرغومی ۸) پر مختلفو اوکرایني ښارونو باندې د ریکارډ په کچه توغندي ویشتلي، لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي او د ۱۰۰ په شاوخوا کې زخمیان دي.

چارواکو اندېښنه ښولې چې د تلفاتو شمېر ښايي لوړ شي.

د اوکراین لوی څارنوال اندري کوستین په ټولنیزو رسنیو کې په یو بیان کې وویل: "نن سهار، دښمن له ۱۵۰ څخه ډیر توغندي وتوغول او د اوکراین په سوله ایزو ښارونو باندې یې د ډرون بریدونه وکړل. موږ د ۱۶ کسانو د مړینې او ۹۷ کسانو د ټپي کېدو په اړه خبر لرو چې لږ تر لږه د شپږو او اتو کلونو دوه ماشومان هم پکې شامل دي."

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وویل چې په دغو بریدونو کې د پایتخت کیف برسېره د دنیپروپیټروسک، اوډیسا، زاپوریژیا، خارکیف او څو نورې سیمې په نښه شوي دي.

د اوکراین د هوايي ځواک یوه ویاند فرانس پرس ته وویل، روسیې نن په یوه ورځ کې د اوکراین پر خاوره د ریکارډ په کچه توغندي وتوغول.

یوري ایګنات وویل، که څه هم د تېر کال په فبروري کې د جګړې په لومړنیو ورځو کې پر اوکراین باندې د توغندیو "دوامدار" بریدونه شوي وو، خو دا "په ټولیزه توګه تر ټولو لوی توغندیز برید دی."

بل خوا د روسیې پوځ ویلي چې په تیره یوه اونۍ کې یې په اوکراین کې په لسګونو بریدونو کې پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

د جمعې په ورځ د پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "د دسمبر له ۲۳ څخه تر ۲۹ پورې، د روسیې د فدراسیون وسله والو ځواکونو ۵۰ ګروپي بریدونه او یو لوی برید ترسره کړی دی... ټول هدفونه په نښه شوي دي." په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په دغو بریدونو کې پوځي تاسیسات په نښه شوي دي.

په کیف کې د متحده ایالاتو سفیرې بریجیټ برینک ویلي چې د روسیې وروستي بریدونه ثابتوي چې اوکراین "سمدستي تمویل ته اړتیا لري."

د امریکا د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکو سناتورانو د همدې روانې ډسمبر میاشتې په پیل کې د ولسمشر بایډن د حکومت د ۱۰۶ ملیارده ډالرو غوښتنه رد کړله چې د اوکراین او اسرائیل سره مرستې هم پکې شاملي دي.

سفیرې برینک په ایکس شبکه کې په یو پوسټ کې لیکلي: "اوکراین اوس تمویل ته اړتیا لري ترڅو په ۲۰۲۴ کال کې د داسې وحشت څخه د ځان ژغورنې دپاره مبارزې ته دوام ورکړي."

په ورته وخت کې، د بريتانيا صدراعظم ريشي سوناک د جمعې په ورځ وويل، پر اوکراين د مسکو وروستي توغنديز بريدونه ښيي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير "پوتين به د ازادۍ او دموکراسۍ د له منځه وړلو لپاره د خپل هدف په ترلاسه کولو کې له هيڅ شي درېغ ونکړي."

سوناک زیاته کړه: "موږ به اجازه ورنکړو چې هغه ګټونکی شي. موږ باید تر هغې چې اړتیا لیدل کیږي، د اوکراین سره ودریږو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG