د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د ملي امنیت مشر: د زاپوریژیا اتومي بټۍ نړۍ ته ګواښ ده


دا په اروپا کې تر ټولو ستره اتومي بټۍ ده.
دا په اروپا کې تر ټولو ستره اتومي بټۍ ده.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا مشر ویلي چې حکومت یې لا هم د زاپوریژیا په اتومي بټۍ کې د وضعیت په هکله بشپړ معلومات نلري او نه په احتمالي خطراتو خبر دي.

اولیکسي دانیلوف د اې پي خبري اژانس سره په مرکې کې جمعه سپټمبر ۲ (وږي۱۱) د ملګرو ملتونو د څارونکو د تفتیش سربیره په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د سیمې په غیر نظامي کیدو کې دې ملاتړ وکړي.

زاپوریژیا په اروپا کې تر ټولو ستره اتومي بټۍ ده چې کنټرول یې اوس د روسي ځواکونو په لاس کې دی.

د اوکراین دې جګپوړي چارواکي د پایتخت کیف په مرکزي برخې پخپل دفتر کې په مرکې کې وویل، "مونږ نه یو خبر چې هلته څه پیښیږي. آیا روسیه پکې ماینونه ږدي که نه".

ښاغلي دانیلوف پدې مرکې کې وویل چې دا د ټولې نړۍ لپاره چلنج دی چې څنګه وکړی شي دا اتومي بټۍ د خطرناکه کیدو څخه وژغوري او زیاته یې کړه چې "که نړیواله ټولنه زمونږ سره پدې برخې کې کار وکړي، مونږ به یې ډیر منندوی اوسو".

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار ادارې مفتشین پدې اتومي بټۍ کې دي او وار د مخه یې خبرداری ورکړی چې د دې اتومي بټۍ د ځینو برخو د ویجاړیدو له کبله د خطر کچه ډیره شوې.

د زپوریژیا د اتومي بټۍ په شاوخوا کې لا هم د روسي او اوکرایني ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د دې اتومي بټۍ چارې اوکرایني مامورین پر مخ وړي او لا هم د بریښنا د شبکې سره تړلې ده خو کنټرول یې د جګړې د پیل راهیسې د روسي ځواکونو په لاس کې دی.

دانیلوف وویل دا چې ژمی را نږدې کیدونکی دی، اوکرایني چارواکي کوښښ کوي په هیواد کې د بریښنا د تامین لپاره په هغه صورت کې چمتوالی ولري که د زاپوریژیا اتومي بټۍ څخه بریښنا پرې شي.

د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي هم د اګست په ۱۱ له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې «د چټک غبرګون» په ښودلو سره دې د زاپوریژیا له اتومي بټۍ څخه د روسیې ځواکونه وباسي.

روسیې ځواکونو دا بټۍ نیولې ده او ویل کېږي چې درانده وسلې یې هم په کې ځای په ځای کړي دي.

د دغې اتومي بټۍ په شاوخوا کې روان تاوتریخوالي په ۱۹۸۶ کال کې د چرنوبل د اتومي بټۍ د کړکیچ خاطرې بیا ژوندۍکړي چې په کې سلګونه کسان ووژل شول او د ځینو اروپايي هېوادونو په ځینو برخو کې د رادیواکتیف ګازو خپرېدو لامل شو.

پدې اتومي بټۍ د بریدونو له کبله د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار ادارې "ریښتینې اتومي ناورین د خطر " خبرداری ورکړی او په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبردای ورکړی چې په اتومي بټۍ هر ډول برید ځان وژنه ده.


ښاغلي ګوتریش په جاپان کې په خبري کنفرانس کې پرته لدې چې په اوکراین کې په اتومي بټۍ د برید ملامتي په کوم چا واچوي وویل، "هیله لرم چې دا بریدونه به بند شي."

د دې نړیوال سازمان مشر د دې خبرداري تر څنګ چې په اتومي بټۍ هر ډول برید ځان وژنه ده، زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار ادارې د هلو ځلو ملاتړ کوي چې د دې اتومي بټۍ د با ثباته کیدو لپاره یې کوي.

هغه وویل، "هیله لرم چې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار اداره به وکړی شي چې د اتومي بټۍ ته لاسرسی پیدا کاندي".

XS
SM
MD
LG