د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین وايي په ټول هیواد کې د ځوابي بریدونو عملیات پيلوي


 د اوکراین د ملي امنیت شورا مشر د دې عملیاتو نیټه نده په ډاګه کړې خو ویلي یې چې ژر پيل کیږي.
د اوکراین د ملي امنیت شورا مشر د دې عملیاتو نیټه نده په ډاګه کړې خو ویلي یې چې ژر پيل کیږي.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا مشر وایي هیواد یې د روسي ځواکونو په خلاف په ټول هیواد کې د ځوابي بریدونو عملیات پیلوي او ښایي یکشنبه یې لومړۍ ورځ وي.

اولیکسي دانیلوف شنبه مې ۲۷ (غبرګولي۶) د بي بي سي سره په مرکې کې وویل چې دا عملیات به ډیر ژر پیل شي.

هغه وویل، " ښایي سبا، بل سبا او یا هم په یوې اوونۍ" کې دا عملیات پيل شي خو د دې عملیاتو د کره نیټې د اعلانولو څخه یې ډډه وکړله.

د اوکراین دې جګپوړي چارواکي په مرکې کې ویلي، " دا به عجیبه وي که نیټه یې ووایم او یا پيل ووایم. مونږ د خپل هیواد په وړاندې ډیر غټ مسؤلیت لرو."

دانیلوف په مرکې کې دا هم تائید کړه چې د وګنر ګروپ په نامه د روسیې اجیر عسکر د اوکراین د بخموت ښار څخه چې په جګړو کې ډیر وران شوی، د وتلو په حال کې دي خو تر څنګ دا هم ومنله چې دغه ځواکونه د اوکراین په یو بل ځای کې د منسجم کیدو په حال کې دي.

د اوکراین د ملي امنیت شوار مشر وویل چې د دې ښار ډیره لږه برخه د اوکرایني ځواکونو په لاس کې ده او سره لدې چې د اوکراین مدافعینو پدې ښار کې ډیره قرباني ورکړې خو په جګړې کې بخموت ښار غټ نقش درلود.

د ښاغلي دانیلوف د څرګندونو څخه وړاندې د وګنر ګروپ او روسیې د دفاع وزارت د روانې مې میاشتې په ۲۰ نېټې ادعا کړې وه چې ټول بخموت یې نیولی. پدې ښار کې تقریباً لس میاشتې جګړه روانه وه.

په عین حال کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د شنبې په ورځ په ویډیویي پیغام کې ژمنه کړې چې د ټولو هغو حقوقي ادارو او افرادو پر ضد به لا جدي بندیزونو لګولو ته دوام ورکړي چې ډیری یې روسیې دي او د "ترهګرۍ" لپاره کا رکوي.

ښاغلي زیلنسکي وویل چې ټول ټال ۲۲۰ شرکتونه او ۵۱ افراد دي چې بندیزونه به پرې ولګول شي او مهمه نده چې د نړۍ په کوم هیواد کې فعالیت کوي. هغه خبرداری ورکړ، " روسي تیري کوونکي او ملاتړ کوونکي به منزوي شي."

په عین حال کې د متحده ایالاتو سناتور لینډزي ګراهم ډاډ څرګند کړی چې د روسي ځواکونو پر ضد اوکراین د ځوابي بریدونو عملیات به نتیجه ورکړي.

ښاغلي ګراهم د اوکراین په پایتخت کیف کې په خبري کنفرانس کې وویل، " زه دلته تاسو ته وایم چې د بخموت جګړې وروستی باب لا ندی لیکل شوی. زه دلته تاسو ته وایم چې د روسیې په ځواکونو به سپڅلی دوزخ راخوشې شي."

د سنا مجلس دې غړي همدارنګه وویل چې د اوکراین سره د مرستې په برخې کې دموکراتان او جمهوري غوښتونکي یوه خوله دي او دا چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین به پرې نښودل شي چې دا جګړه وګټي.

ګراهم پدې هکله وویل، " تاریخ مونږ ته ښودلې چې که د تیري کوونکو مخه ونه نیول شي، نور تیري کوونکي ترې پیدا کیږي."

د سنا مجلس دې غړي د اوکراین د ولس زړورتیا او قوت هم وستایه او هغوي ته په خطاب کې یې ووی چې "تاسو به یې وګټئ".

سناتور ګراهم وویل داسې د "معجزې وسلې" نشته چې جګړه پرې وګټل شي خو تر څنګ یې دا هم ومنله چې د F-16 جنګي جیټ الوتکې ښایي پدې جګړې کې مهمې وي.

هغه یو ځل بیا د متحده ایالاتو په حکومت غږ وکړ چې د اوکراین سره دې لا ډیرې مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG