د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین کې د اوربند د عملي کیدو مثبتې نښې


اوکراین کې د اوربند د ټینگیدو مثبتې نښې نښانې رامنځ ته شوي دي
اوکراین کې د اوربند د ټینگیدو مثبتې نښې نښانې رامنځ ته شوي دي

د اوکرین چارواکو ویلي دي چې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو یوه موافقه لاسلیک کړې ده چې دهغی له مخې به د دوو اونیو په ترڅ کې د وسلو د ایستلو بهیر بشپړ شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې یاغیان به د یکشنبې په ورځ د خپلو وسلو د ایستلو بهیر پیل کړي.

یاغیانو هم د رسنیو له لارې تائید کړې ده چې هغوی په دې تړاو یوه موافقتنامه لاسلیک کړې ده.

بل خوا د اوکراین په ختیځ کې په یو لاریون کې چې د اوکراین د پخواني ولسمشر د قدرت نه لیری کېدلو یو کلنه کلیزه لمانځل کیدله، یوه چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې چې د خارکیف په ښار کې وشوه، ٢ تنه وژل شوي او څه دپاسه ١٠ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې اوکرایني چارواکو ویلي وو چې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د شپې په اوږدو کې د راکټونو او توپونو په ویشتلو، څو ځلې له اوربند نه سرغړونه کړې ده او هڅه یې کړې ده چې په یوې اوکرایني پوځي اډې باندې یرغل وکړي.

د روسیي پلوه بیلتون غوښتونکیو تر ولکې لاندې ښار، دونېتسک شاو خوا سیمو کې د یکشنبې په ورځ سهار وختي د چاودنو غږ اوریدل کیدو.

په اوکراین کې د یاغیانو د ویب پاڼې رپوټ وايي د درنو وسلو د ډزو له امله په ښار کې څو ودانېو ته تاوان رسیدلی دی. خو د اوربند نه د سرغړونو د راپورونو سره سره د ډزو کچه د تیرې اونې په پرتله کمه ده.

د بندیانو تبادله

له بل پلوه، د شنبې په شپه د جگړې په لومړۍ کرښه کې په پټه د اوکرایني پوځ او بیلتون غوښتنونکو د استازیو ترمنځ په لسگونو بندیان تبادله شول.

په دې تبادلې کې چې د زولوبک په کلي کې وشوه د ١٣٩ اوکرایني سرتیرو په بدل کې ٥٢ یاغیان خوشې شول. د بندیانو د تبادلې په معامله کې یوې منځگړې داسې وویل:

"مونږه اوکرایني اړخ ته د دونېسک د جمهوریت ٣٦ او د لوهانسک د جمهوریت ١٠٣ کسان وسپارل. هغوي مونږ ته په بدل کې ٣٧ کسان بیرته راوسپارل. د یوه تن له راکولو نه انکار وشو، زه نپوهیږم چې ولې؟ او دوه تنه ټپېان وو".

یاغیانو ویلي دي د اوکرایني سرتیرو یو لوی شمیر چې د شنبې په ورځ خوشې شول، د دیبالتسیف، ستراتیژیک ښارگوټې په جگړې کې نیول شوي وو. که څه هم د دونېسک بیلتون غوښتونکي ادعا کوي چې اوکراین دجگړې پر مهال ٥٨٠ یاغیان نیولي دي، خو تر اوسه لا مالومه نه ده چې دواړو اړخونو سره څومره بندیان پاتې دي.

په ورته وخت کې امریکا او بریتانیې د منسک د موافقې د سړغونې په صورت کې په روسیې باندې د نورو بندیزونو د لگولو په هکله خبرې اترې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لندن کې د خپل برېتانیوی سیال، فلیپ هاموند سره له کتلو وروسته خبریالانو ته وویل چې ولسمشر اوباما به په راتلونکو څو ورځو کې په روسیې باندې د نویو بندیزونو د لگولو په اړه پریکړه وکړي.

ښاغلي کېري زیاته کړه:"کیدای شي اوسني بندیزونه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په دریځ باندې داسی اغیزه نه وي کړي چې هغه دې ته وهڅوي چې یوه لاره انتخاب کړي، خو زه ډاډه یم که چېرې پر روسیې باندې نور بندیزونه ولگول شي، په روسیه کې به په عمومي ډول ډیرې پوښتنې وشي. یو شمېر ډیر جدي بندیزونه شته چې د هغو د لگیدو په صورت کې به د روسیې پر اقتصاد باندې ډیرې منفي اغیزې وشي."

ښاغلي کېري وویل "د منسک د موافقتنامې د عملي کولو لپاره توضیح په کار نده. هغه نه مبهمه ده او نه هم اختیاري. په دې کې د اوربند بشپړه غوښتنه شوې وه چې باید د فبروري په پنځلسمې باندې د شپې له خوا عملي شوی وای."

XS
SM
MD
LG