د لاس رسي وړ اتصالات

زېلنسکي: د مسکو د هوایي بریدونو د نوې تګلارې په ځواب کې به د روسیې د تېلو پر تاسیساتو برید وکړو

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلنسکي ویلي چې اوکراین به د مسکو د هغو هوایي بریدونو د نوې تګلارې په ځواب کې چې موخه یې د کیف او نورو ښارونو څخه د وتلو لپاره د خلکو اړ کول دي، د روسیې د تېلو پر تاسیساتو باندې خپل بریدونه دوه چنده کړي خو ملکي وګړي به په نښه نه کړي.

زېلېنسکي وویل چې د اوکراین استخباراتي ادارو داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښیي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له روان ژمي څخه مخکې پر ملکي اهدافو د پراخو پوځي بریدونو لپاره "نوی دکتورین" صادر کړی دی.

زېلنسکي رویټرز خبري اژانس سره د یوې مرکې په ترڅ کې چې د شنبې په ورځ [اکټوبر ۳مه] خپره شوې، وویل: "موږ اسناد لیدلي او موږ پوهېږو چې دوی اجازه ورکوي چې پر زیربناوو، لوژستیک او په ځانګړې توګه په ښارونو، کلیو، هر ځای، سړکونو، ښوونځیو، او روغتونونو برید وکړي. پر خلکو فشار راوړل څو پلازمېنه او نور ښارونه پرېږدي، همدا د عملیاتو موخه ده."

زېلنسکي وویل د مسکو په پالیسۍ کې د دې بدلون لامل د پوتین هغه هیله وه چې په همداسې یو وخت کې ځان پیاوړی وښیې ځکه چې روسي سرتېري په سیمه کې په یوې مهمې جګړې کې ماتې خوړلې او سخته مرګ ژوبله یې لېدلې.

د زېلنسکي ددې څرګندونو په دوام، د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۴مه] وویل چې روسیه به په کیف او د اوکراین په نورو سیمو کې پر اهدافو خپل بریدونه چټک کړي.

وزارت وویل چې روسي ځواکونه به پر پوځي تاسیساتو، د دفاعي صنعت پر مرکزونو او اړوندو زیربناوو خپل بریدونه زیات کړي.

دواړه خواوې په قصدي توګه د ملکي وګړو په نښه کول ردوي.

زېلېنسکي وویل چې د "ویوالدي" په نوم د اوکراین د یو لړ بریالیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ختیځ ډونباس ۱۴۰ کیلومتر مربع سیمه له روسانو بیا نېولې او دا ماموریت لاهم دوام لري. روسیې ویلي چې د سولې د هر ډول معاملې لپاره باید ډونباس په بشپړه د مسکو تر کنټرول لاندې وي.

په وروستیو اونیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت هڅه کړې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره مذاکرات بیا پیل شي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت له اوکراین څخه غوښتنه وکړه چې د روسیې د تېلو پر تاسیساتو له برید کولو ډډه وکړي، او ویې ویل چې دا کار به په نړۍ کې د ډیزل تېلو بیې لوړې کړي.

وروسته له هغې چې د متحدو ایالتونو حکومت د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین ته بلنه ورکړه چې د ډېسمبر په میاشت کې په میامي کې د جی شل په سرمشریزه کې ګډون وکړي او له روسي استازو سره پر سوداګریزو معاملو خبرې وشوې، زېلنسکي له واشنګټن څخه وغوښتل چې د سولې تر یقیني کېدو مخکې دې له مسکو سره اړیکې عادي نه کړي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG