د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو پر روسيې غږ وکړ چې په اوکراین کې عملیات بند کړي


راسموسن وویل، دا اوس څرگنده ده چې روسي عسکر او جنگي تجهیزات د سرحد نه په نا قانونه توگه ختیځ اوکراین ته داخل کړل شوي دي.
راسموسن وویل، دا اوس څرگنده ده چې روسي عسکر او جنگي تجهیزات د سرحد نه په نا قانونه توگه ختیځ اوکراین ته داخل کړل شوي دي.

ناټو پر روسیې غږ کړی دی چې د یوکراین په ختیځ کې دې خپل غیر قانوني نظامي عملیات چې ددغه هېواد د بې ثباته کولو دپاره کېږي، بند کړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن نن جمعه د اګست ۲۹ په بروکسل کې په دغه کړکیچ باندې د عاجلې غونډې نه وروسته پر روسیې غږ وکړ چې خپل ُغیرقانوني پوځي عملیاتُ چې مقصد یې د اوکراین بې ثباته کول دي، بند کړي.

ښاغلي راسموسن وویل دا اوس څرگنده ده چې روسي عسکر او جنگي تجهیزات د سرحد نه په نا قانونه توگه ختیځ اووکراین ته داخل کړل شوي دي.

هغه وویل دا یوه تصادفي موضوع نه ده، بلکې څو میاشتې وشوې چې د یو مستقل هېواد اوکراین د بی ثباته کولو دپاره دغه تېری روان دی.

د ناټو عمومي منشي همدغه راز وویل چې مسکو هم د روسیې نه او هم د ختیځ اوکراین نه په اوکراین باندې ډزې کړي دي.

د ناټو په اټکل کوم زر روسي عسکر په عملیاتو کی شامل دي، نوموړي زیاته کړه چې روسیه د اوکراین سرحد ته نژدې زرگونه جنگي عسکر ځای پر ځای کړي دي.

کیف د ناټو نه غوښتي چې د یاغیانو سره د مقابلې دپاره ورسره مرسته وکړي. روسيې په وار وار ویلي دي چې د مسکو طرفدارو یاغیانو ته وسلې نه لیږي او همکاري ورسره نه کوي.

په همدې حال کې د روسیې جمهور رئیس ولاديمیر پوتین د مسکو پر طرفداره بیلتون غوښتونکو غږ کړی دی چې اوکرایني عسکر چې د اوکراین ختیځ کی تسلیم شوي دي، خوشې کړي.

کریملین نن د اګست ۲۹ یوه بیانه خپره کړې ده چې وايي ښاغلي پوتین د یاغیانو نه غوښتي دي چې د نورو بې موجبه مرگونو د مخنیوي دپاره دې دغو عسکرو ته لاره ورکړي چې ولاړ شي.

د یاغیانو رهبر الکساندر زخارچینکو، د روسیې مطبوعاتو ته وویل د دې خواست منلو ته تیار دی، خو دا عسکر باید اول خپلې وسلې تسلیم کړي.

څه باندې یوه هفته کیږي چې یاغیانو د مسکو په ملاتړ د تعرضي حملې نه وروسته، د لوایسک په ښارگوټي کې، یوه ډله اوکرایني عسکر محاصره کړي دي.

د ښاغلي پوتین په بیان کې، د کیف او د غرب د تورونو یادونه نه ده شوې چې وايي روسیه یاغیانو ته راسا وسلې ورکوي، خو یاغیان یې له دې کبله وستایل چې د کیف د وسلوالو د عملیاتو مخه یې نیولې ده چې دده خبره د ولسي خلکو ژوند په خطر کې اچوي.

ښاغلي اوباما د پنجشنبې په وځ مسکو په دې تورن کړ چې د اوکراین په خاورې ېی په لوی لاس مکرراْ تیری کړیدی.

جمهور رئیس اوباما نظامي اقدام بیا رد کړ، او ویې ویل واشنگتن به ددغه بحران د حل لپاره د اروپایي ملگرو سره ټینگ ودریږي او مسکو ته یې خبرداری ورکړ چې احتمال لري نور اقتصادي بندیزونه پرې ولګول شي .

XS
SM
MD
LG