د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي واکسین شويو بهرنیانو ته د عمرې حج لپاره اجازه ورکوي 


د کرونا ویروس له کبله سعودي ته سفرونه بند وو
د کرونا ویروس له کبله سعودي ته سفرونه بند وو

د سعودي حکومت وايي هغه بهرنیان چې د کرونا ضد واکسین شوي وي کولای شي چې د عمرې د حج لپاره سعودي ته سفرونه وکړي.

د سعودي عربستان اژانس راپور ورکړی دی چې حکومت به سر له سبا دوشنبه اګست ۹ (زمری۱۷) به د نورو هېوادونو څخه واکسین شويو مسلمانانو ته اجازه ورکوي چې عمره وکړي.

سعودي عربستان د کرونا ویروس سره د مبارزې او د دغه ویروس د مخنیوي لپاره شاوخوا ۱۸ میاشتې له بهرنیو هېوادونو څخه پروازونه بند کړي وو.

د راپورونه په اساس سعودي عربستان به د فرضي او عمرې حجونو له لارې د کال ۱۲ میلیارد ډالر عواید ترلاسه کول.

سعودي عربستان سږکال ۶۰۰۰۰ سعودي مېشتو ته د فرضي حج اجازه ورکړه.

د سعودي اژانس د حج د چارو وزارت د مرستیال عبدالفتاح سلیمان له خولې لیکلي دي هغو خلکو چې د کرونا ضد «فایزر، بایوانټېک، استرازینیکا، مودیرنا او جانسن او جانسن» واکسینونه کړي وي، د عمرې حج کولای شي. وايي که ضرورت پیدا شو، قرنطین کېږي به.

اوس د سعودي حکومت په دې باندې کار کوي چې له کومو هېوادونو څخه څومره کسانو ته اجازه ورکړل شي.

په سعودي کې خلکو ته ویل شوي دي چې د حکومتي او شخصي ودانیو، تعلیمي ادارو او ورزشي میدانونو ته په ننوتلو سره باید ماسکونه وتړي.

په سعودي عربستان کې ۵۳۲۰۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي او شاوخوا ۸۳۰۰ نوره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG