د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه:ښایي اسرایلو په غزې کې جنگي جنایتونه کړي


د ملگري ملتونو تحقیقاتي ډله وایي چې اسرایل به د تیر کال په غزې کې په مظاهرچیانو په ډزو کې د ١٨٩ فلسطینانو د وژلو له کبله د عدالت سره مخامخ شي.

تیر کال اسرایلي عسکرو په فلسطيني مظاهرهچیانو په ډزو کې ١٨٩ تنه وژلې او د شپږو زرو نه یې زیات زخمیان کړي و.

د دغه وژنو د تحقیقاتو لپاره ملگرو ملتونو یوه ازاد ټیم وټاکلو چې د دغه یوه اونۍ دوام کونکې مظاهرو کې د وژنو په اړه تحقیقات وکړي.

ملگري ملتونه د تحقیقاتو نه وروسته وایي چې اسرایلي عسکر باید د ١٨٩ فلسطیني مظاهرچیانو د وژلو او د ٦ زرو نه د زیاتو د زخمي کولو لپاره محاکمه شي.

د ملگرو ملتونو دغه خپلواکه تحقیقاتي ټیم وایي چې هغوي د هغو کسانو په اړه معلومات راټول کړیدي چې په قتلونو کې لاس لري او د اسرایل نه یې غوښتي چې دغه ککړ کسان چې پکې د پوځ چارواکي هم شامل دي، دې محاکمه شي.

د تحقیقاتي ډلې یو کس رویټرز ته وویل چې اسرایلي عسکرو هغه فلسطیني مظاهرچیان ویشتلې او وژلې دي چې هغوي په سوله ایزه توگه مظاهره کوله او هیڅ ډول گواښ یې نه و پیښ کړی.

په وژل شوو کسانو کې ښځې، ماشومان او معتدین شامل و.

د اسرایلو صدراعظم نتن یاهو د ملگرو ملتونو دغه رپورټ رد کړیدی او د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا یې منافقه او دروغجنه بللی ده.

فاسطیني ولسمشر محمود عباس د جناینونو په نړیوالې محکمې غږ کړیدی چې د ملگرو ملتونو د رپورټ په اساس دې د دغه قتلونو تحقیقات وکړي او اسرایلي عسکر دې محاکمه کړي.

XS
SM
MD
LG