د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۹۲۰زره داخلي بیځایه شوي خپلو سیمو ته تللي 


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۹۲۰زره داخلي بې ځایه شوي کسان خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي دي.

دغې کمېشنرۍ د جمعې په ورځ جولای ۲۹مه (زمري ۷مه) په خپلې ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د افغانستان په ځینو برخو کې د داخلي بې ځایه شویو د بیرته ستنېدو بهیر روان دی او یوازې په تېره یوه اوونۍ کې ۵۵۰۰ کسان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا دوی له دغو بې ځایه شویو سره مرسته کوي چې په خپله خوښه خپلو سیمو ته ستانه شي او هم ولایتونو ته د هغوی د لېږد زمینه برابره کړي. په وروستیو ورځو کې ډیری دغه کسان له کابل څخه خپلو اصلي ځایونو ته ستانه شوي دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې ده چې د سرپناه د برابرولو په ګډون د دغو داخلي بې ځایه شویو خلکو اساسي اړتیاوې به ارزول کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هیله څرګنده کړې چې په دغه هېواد کې له څو لسیزو جګړو وروسته اوس داخلي بې ځایه شوي خپلو اصلي سیمو ته د ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د مهاجرت نړیوال سازمان(IOM) په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو په شمېر کې د زیاتوالي خبر ورکړی و او ویلي یې وو، چې په دغه هېواد کې د داخلي بې ځایه شویو شمېر شاوخوا شپږ میلیونه کسانو ته رسېږي.

دغه سازمان د مارچ په دولسمه (کب ۲۱) په یوه راپور کې ویلي وو چې د دوی وروستۍ سروې ښيي چې اوسمهال په ټول افغانستان کې پنځه میلیونه او ۸۳۲۴۵۴ تنه ددې هیواد دننه بې ځایه شوي دي.

دغه سازمان په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو د زیاتوالي اصلي لامل په دې هیواد کې جګړه او وچکالي بولي.

دغه سازمان دا هم ویلي وو چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د داخلي بې ځایه شویو کسانو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی و او ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د داخلي بې ځایه شویو لپاره تر ټولو ستونزمن کال و.

د دغه راپور له مخې یوازې په ۲۰۲۱ کال کې ۱،۳ میلیونه کسان د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه بې ځایه شوي وو.

XS
SM
MD
LG