د لاس رسي وړ اتصالات

کوبیش: د کاندیدانو په هکله به رایې قضاوت وکړي


Jan Kubis, UN Envoy to Afghanistan
Jan Kubis, UN Envoy to Afghanistan
دوو پخوانییو جهادي مشرانو د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو دپاره ځانونه د ولسمشر او د ولسمشر د مرستیال په توګه کاندید کړي دي.

عبدالرب رسول سیاف چې یو مطرح دیني عالم او د پارلمان غړی دی د پنجشنبې په ورځ یې اعلان وکړ چې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو دپاره به ودریږي.

ښاغلي سیاف داسي وویل: ،،زه هیله لرم چې هیواد داسي پریکړه وکړي چې د دې هیواد د راتلونکي د خوشبختۍ سبب شي او دې هیواد ته په دې نړۍ او په بلې نړۍ کې غرور او ویاړ ور وبخښي.،،

بل پخوانی جهادي مشر، اسماعیل خان دی چې د سیاف د مرستیال په توګه یې ځان کاندید کړ. د کاندیدۍ مخکي، اسمعاعیل خان د افغانستان د اوبو او برېښنا د چارو د وزارت وزیر وو.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانکړي استاځي ین کوبیش د دې دواړو کسان د کاندیدۍ په هکله د تبصرې کولو نه ډډه وکړه. ښاغلي کوبیش داسي وویل ،،دا زما دپاره ضروري نه ده چې زه په دې برخه کې قضاوت وکړم. د دوي په هکله به تر ټولو ښه قضاوت په خپله د انتخاباتو بهیر او د خلګو رایې وکړي.،،

سیاف او اسمعاعیل خان د افغانستان د ۱۹۹۲ کال څخه تر ۹۶ کاله پوري په کورنۍ جګړې کې مطرح قوماندان وو او په کورنۍ جګړې کې یې لاس درلودی.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۴ کال انتخابات د افغانستان دپاره ډیر حیاتي ګڼل کېږي ځکه دغه انتخابات به د ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې نړیوالې قواووې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي، د افغانستان برخلیک وټاکي.
XS
SM
MD
LG