د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د «امید» پر روغتون برید د بشري حقونو جدي اندېښنې راپورته کړي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان هوايي برید د نړیوالو بشري حقونو د رعایت په اړه جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

د دې سازمان د څېړنو د څانګې مرستیالې، ایزابل لیسي په وینا، که څه هم د تلفاتو دقیق شمېر لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی، خو دا برید د ډېرو ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوی دی.

میرمن لیسي زیاته کړه چې دا سیمه چې پخوا د «کمپ فینیکس» په نوم، د ناټو یوه پخوانۍ پوځي اډه وه، له ۲۰۱۶ کال راهیسې د روږدو کسانو د درملنې د مرکز په توګه کارول کیدله او هلته د ملکي وګړو پراخ حضور د اټکل وړ و.

د هغې په وینا، پاکستاني ځواکونو باید د دې برید تر کولو مخکې ټول ممکن اقدامات کړي وای تر څو ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان دغې چارواکې دا ټینګار هم وکړ چې که څه هم ښايي په دې ځای کې د مهماتو یو ګودام موجود و، خو د برید پرېکړه باید د ملکي وګړو لپاره د احتمالي خطرونو په پام کې نیولو سره شوې وای.

هغې وویل چې د تلفاتو او ویجاړۍ کچه د تناسب د اصل د رعایت او د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره د لازمو اقداماتو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې هغه معلومات په ډاګه کړي چې پر بنسټ یې دا برید ترسره شوی، او یوه خپلواکه، بې‌طرفه او پر وخت څېړنه پیل کړي.

دغه سازمان همداراز د دې څېړنو د پایلو د خپرولو غوښتنه کوي تر څو په غوره او سمه توګه د حساب او کتاب تضمین وشي.

دا برید د «غضب للحق» په نوم د عملیاتو په چوکاټ کې د مارچ په ۱۶مه په کابل او ننګرهار کې ترسره شوی دی. رپوټونه وایي چې د دې بریدونو هدف د «امید» په نوم ځای و، چې د شاوخوا دوه زره کسانو د ساتلو ظرفیت یې درلود.

طالب چارواکو ویلي چې په دې برید کې تر ۴۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي، خو دا شمېرې لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې. ملګرو ملتونو تر اوسه د ۱۴۳ کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG