افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د کار، سرپناه او عامه خدمتونو کمښت

ملګري ملتونه وايي په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته څه باندې ۶.۵ میلیونه افغانان راستانه شوي او دوی د کار، سرپناه او عامه خدمتونو په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د تازه شمېرو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې له ۶.۵ میلیونو څخه زیات افغان کډوال خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي چې د افغانستان د اوسني نفوس شاوخوا لس سلنه جوړوي.

د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې دې کار په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د کار موندنې او د معیشت د برابرولو په برخه کې فشارونه زیات کړي، فقر یې پراخ کړی او د بې سرپناهۍ ستونزه یې لا پسې ژوره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې ښځې او ماشومان په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو نږدې ۸۲ سلنه جوړوي. دغه ادارې ویلي چې د ښځو پر حقونو د طالبانو محدودیتونه، د کار کم فرصتونه او اقتصادي کړکېچ په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو د بیا ادغام بهیر ستونزمن کړی دی.

نړیوال بانک هم تېره اوونۍ راپور ورکړ چې د افغان کډوالو پراخې بېرته ستنېدنې د افغانستان نفوس زیات کړی او په پایله کې یې د سړي سر تولید وده د روان کال لپاره ۳.۳ سلنې ته راکمه کړې ده.

دغه نړیوال مالي بنسټ سپارښتنه کړې چې له دې کړکېچه د وتلو لپاره باید راستنېدونکو کډوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

مرستندویه بنسټونه وایي چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د بشري اړتیاوو پوره کول ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره راپور ورکوي چې د بودجې د کمښت له امله نږدې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه او له ۱۹۰ څخه ډېر د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ پروګرامونه تړل شوي یا ځنډول شوي دي.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، ریم السالم، وایي چې د افغان ښځو لپاره د دې وضعیت پایلې سختې او اوږدمهالې دي.

السالم له امریکا غږ سره په مره کې په افغانستان کې نجونو او ښځو پر کار او زده کړو باندې محدودیتونو ته په شارې سره وویل: "کومه ټولنه وده او پرمختګ کولی شي، که نیم نفوس یې له زده کړو محروم وي؟"

د ملګرو ملتونو چارواکي خبرداری ورکوي چې د افغانستان بشري اړتیاوې د هغو سرچینو په پرتله په چټکۍ سره زیاتېږي چې د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره موجودې دي.

XS
SM
MD
LG