په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) او د بخښنې نړیوال سازمان د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د تیرې ورځې چاودنې کې د هغو لسګونو ماشومانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې چې په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.
یوناما او د بخښنې نړیوال سازمان د دې پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره د څېړنې غوښتنه کړې ده.
یوناما او د بخښنې نړیوال سازمان تائید کړې چې په دې پېښه کې ۴۲ ماشومان ټپي شوي دي چې عمرونه یې د نهو څخه تر ۱۴ کالونو پورې دي.
یوناما ویلي: «موږ د داسې څېړنې غوښتنه کوو چې د دې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی روښانه کړي. ښوونځي او ښوونیز مرکزونه باید خوندي وساتل شي.»
د بخښنې نړیوال سازمان په دې پېښه کې د ماشومانو د ټپي کېدلو په تړاو «ژوره اندېښنه» څرګنده کړې او د یوناما سره یې په ګډه ددې پېښې په تړاو د ازادو او بې پرې پلټنو غږ کړی دی.
دغه پېښه دوشنبه، د اګست په ۱۷مه، مازدیګر مهال د دشت برچي په مهدیه ښارګوټي کې د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي ته څېرمه وشوه.
د افغانستان د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې چاودنه کې له ۵۰ څخه زیات کسان، چې ډېری یې زدهکوونکي ماشومان وو، ټپیان شوي دي.
دغه سازمان وايي، په دشت برچي کې له تېرو څه باندې لسو کلونو راهیسې پرلهپسې بریدونه شوي چې ښوونځي، جوماتونه، عامه ترانسپورټ او روغتیايي مرکزونه پکې په نښه شوي.
د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو، څخه غوښتي چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د مذهبي او قومي لږکیو، د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
دغه سازمان همداراز د چاودنې په اړه د یوې هر اړخیزې، اغېزمنې، خپلواکې او بې پرې څېړنې غوښتنه کړې ده؛ داسې څېړنه چې د نړیوالو قوانینو او معیارونو له مخې ترسره شي.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، هغه کسان چې د دې پېښې په ترسره کولو کې د لاس لرلو شک پرې کېږي، باید د عادلانه محاکمو له لارې عدالت ته وسپارل شي.
د دشت برچي دا پېښه یو ځل بیا په کابل کې د ماشومانو او ښوونیزو مرکزونو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې له دې وړاندې هم د وسلهوالو ډلو له بریدونو سره مخ شوې دي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د بشري پروګرامونو د تمویل پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماشومانو د زدهکړو د ملاتړ وړتیاوې کمې کړې دي.
دوجاریک وویل: «په افغانستان کې زدهکړې له وړاندې له ګڼو ننګونو سره مخ دي؛ لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته له لاسرسي محرومې دي او له هغو ۹۰۰ زرو ماشومانو څخه چې افغانستان ته بېرته ستانه شوي، شاوخوا دوه پر درېیمه برخه یې لا هم له زدهکړو بې برخې دي.»
تر دې وړاندې، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د دشت برچي چاودنه «د کرکې وړ برید» بللی او د دې پېښې د بشپړو او خپلواکو څېړنو غوښتنه یې کړې وه.
که څه هم تر اوسه د دې چاودنې څرنګوالی په دقیقه توګه نه دی معلوم شوی، خو په افغانستان کې ځايي رسنیو د طالبانو د ویاندویانو له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د «پخوانیو ناچاودېدلو توکو» د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی. طالبانو ویلي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
د دشت برچي سیمه، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه مسلمانان دي، له اوږدې مودې راهیسې د خونړیو امنیتي پېښو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو شاهد پاتې شوې ده. په اکثرو مواردو کې د (داعش) د خراسان څانګې د دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.
فورم \ دبحث خونه