د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ملګرو ملتونو د افغانستان کرکټ نړیوال لوبغالې کې چاودنه غندلې


کابل کې د کرکټ شپږیز لیګ
کابل کې د کرکټ شپږیز لیګ

د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د افغانستان د کرکټ نړیوال لوبغالې کې د تیرې ورځې چاودنه غندلې ده.

د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالې کې پرون جمعه جولای ۲۹ (زمري ۷) چاودنه پداسې حال کې وشوه چې د «کرکټ شپږیزې اتم پړاو لیګ» سیالو ټیمونو ترمنځ د کرکټ لوبه روانه وه.

طالب چارواکو تر دا مهاله د دغه چاودنې د مرګ ژوبله او نوعیت په اړه څه نه دي ویلي، خو په کابل کې د ایمر جنسي روغتون ویلي چې د پېښې له ځایه دوی ته ۱۳ ټپيان ور وړل شوي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویسټ ویلي چې د افغانستان کرکټ په نړیوال لوبغالې کې د چاودنې د راپورنو اورېدو په اړه خواشینی شوی دی.

ښاغلي ویسټ زیاته کړې: "تاوتریخوالی هیڅ هدف نلري او د افغانستان د خلکو لپاره ځواب نه دی."

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې په دغه چاونه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

نوموړي د یادې چاودنې د قربانیانو سره د غم شریکۍ ترڅنګ دغه چاودنه په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې پر ملکي وګړو بریدونه بند دي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت هم په کابل کې د کرکټ په نړیوال لوبغالې کې چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال او د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږی کوونکي ډاکټر رامیز الاکبروف چې پخپله ددغې لوبې د لیدلو لپاره تللی و، د کرکټ په نړیوال ستدیوم کې دغه بیرحمانه چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل فیسبوک پاڼه د بورډ د رئیس نصیب خان له قوله لیکلي دي چې، «د ډېوه ګروپ پامیر زلمي او ساپي برادرز بند امیر ښاماران ترمنځ روانه لوبه د کوچنۍ پېښې له امله ځنډول شوې وه چې بیرته په عادي ډول پیل شوه.»

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې چادونه د لوبې د سیلانیانو په منځ کې شوې او ځاني تاوان یې اړولی دی.

ښاغلي رامیز په هغه پیغام کې چې د افغانستان کرکټ بورډ ته یې استولی په کې يې د قربانیانو له کورنیو او هغوی سره چې ورته زیان رسیدلی خپله د زړه له کومې خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر اوسه په رسمي توګه ددغې چاودنې د قربانیانو شمیر ندی څرګند شوی.

XS
SM
MD
LG