د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د طالبانو بیرغ سره د دې ادارې د کار کوونکو عکس اخیستو له کبله بخښنه وغوښته


طالبان تیر کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه یې هیڅ کوم هیواد یا ادارې سر پرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.
طالبان تیر کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه یې هیڅ کوم هیواد یا ادارې سر پرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

ملګرو ملتونو د هغه انځور اخیستو په خاطر بخښنه غوښتې چې ددې ادارې امنیتي کار کوونکو په کابل کې د طالبانو د بیرغ سره اخیستی او په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی.

د ملګرو ملتونو امنیتي کسانو دا انځور افغانستان ته د دې ادارې د جګپوړي پلاوي د څلور ورځني سفر پر مهال اخیستی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک پدې هکله په اعلامیې کې ویلي، " دا انځور باید هیڅ نه وی اخیستل شوی. دا یوه سهوه وه او مونږ یې له کبله بخښنه غواړو".

پدې پلاوي کې د ملګرو ملتونو مرستیالې آمنه محمد، د میرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې اجرائیوي مشرې سیما بحوث او د سولې په چارو کې د عمومي منشي مرستیال خالد خیاري برخه درلوده. د ملګرو ملتونو پلاوي د افغانستان د وضعیت په ارزیابۍ، د طالب چارواکو سره په تعامل او د افغانستان د ولس سره د ملګرو ملتونو په پیوستون ټینګار وکړ.

ښاغلي دوجاریک د فاکس نیوز ته وویل چې دا انځور هغه وخت اخیستل شوی چې د ملګرو ملتونو مرستیالې امنې محمد په کابل کې د سفر پر مهال د طالب چارواکو سره ملاقات درلود.

دا انځور د لومړي ځل لپاره د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې خپور شو او پکې ښودل کیږي چې د ملګرو ملتونو کار کوونکي چې د ځینو سره یې د مرمۍ ضد واسکټونه هم اغوستي، د طالبانو د سپین بیرغ لاندې ولاړ دي.

په ټولنیزو شبکو کې یو شمیر افغانانو پدې انځور انتقادونه هم کړي.

د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل، علي میثم نظري لیکلي چې "د طالبانو د بیرغ لاندې د ملګرو ملتونو د کار کوونکو عکس اخیستل د دې ادارې بې پریتوب او اعتبار تر سوال لاندې راوړي"

ښاغلي میثم په ټویټر کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه د دې موضوع د ارزیابۍ غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې " د یوناما څخه غواړو چې د ډول پاروونکو کړنو مخه ونیسي ځکه چې د ملګرو ملتونو اعتبار زیانمنوي".

طالبانو په رسمي توګه تر اوسه د دې انځور په هکله څه ندي ویلي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي پلاوي پدې سفر کې په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې د بشري ادارو د کار کوونکو، مدني ټولنو استازو او ځینو افغان میرمنو او نجونو سره وکتل چې د طالبانو د بندیزونو له کبله زیانمنې شوي.

افغانستان ته د سفر کولو څخه وړاندې د ملګرو ملتونو دې پلاوي د آسیا او خلیج هیوادونو کې هم د افغانستان په هکله په لوړه کچه سلا مشورې کړي. هغوي د اسلامي همکارۍ د سازمان، اسلامي انکشافي بانک، په پاکستان او ترکیې کې د افغان میرمنو او په دوحه کې د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو سره کتلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ترلاسه کړی خو تراوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره یو لړ شرایط وړاندې کړي، چې د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی یې په سر کې دی

XS
SM
MD
LG