د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو عمومي منشي افغانستان لپاره نوې استازې وټاکله


د ملګرو ملتونو عمومي منشي د قرغزستان مخکني جمهور رئیسه د افغانستان لپاره ځانګړې استازې ټاکلې.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د قرغزستان مخکني جمهور رئیسه د افغانستان لپاره ځانګړې استازې ټاکلې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش د قرغزستان پخوانۍ جمهور رئیسه د افغانستان لپاره خپله نوې ځانګړې استازه وټاکله.

ملګرو ملتونو جمعه سپټمبر ۲ (وږي۱۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې میرمن رزا اوتونبایوا چې د قرغزستان د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه یې هم کار کړی، په افغانستان کې د دیبورا لاینز ځای ناستې وي.

میرمن لاینز د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په نیمایي کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه خپله دنده پریښوده.

د قرغزستان پخوانۍ جمهور رئیسه پداسې حال کې دنده پیلوي چې په افغانستان کې څه باندې یو کال کیږي طالبان واک ته رسیدلي او پدې هیواد کې اقتصادي او بشري وضعیت خراب شوی.

د یو کال په تېرېدو سره پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروستهد طالبانو اوسنی حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

طالبانو تل ادعا کړې چې د مشروعیت لپاره یې لازم شرایط پوره کړي، خو نړیوالې ټولنې له طالبانو څخه غوښتي چې د نړیوال مشروعیت لپاره د ښځو او نجونو د زده کړو او کار حقوقو ته احترام وکړي، له تروریستي شبکو سره اړیکې قطعه او ټول شموله حکومت جوړ کړي.

نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه لویدیځو هیوادونو په طالبانو فشار راوړی چې د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره باید د کار کولو په برخې کې په میرمنو محدودیتونه کم کړي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره ښوونځي دې پرانیزي او ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.

خو ددې ټولو غوښتونو سره سره لا هم د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شویدي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د همدې موضوع په هکله په تازه ټویټ کې لیکلي، " افغانستان کې د نجونو لپاره ټولګي لا هم تړل شوي. دا د برابرۍ حقونو څخه نه توجیه کیدونکې سرغړاونه ده او ټول هیواد زیانمنوي. نجوني د ښوونځي دي".

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د نوي ۱۴۰۱ لمریز تعلیمي کال د پیل په ورځ وویل چې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځي به د یوې کړنلارې تر ترتیبیدو پورې تړلي پاتې شي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست وزیرمولوي نورالله منیر د نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کیدو په اړه په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د نجونو ښوونځي د کور څخه بهر د نجونو د تللو سره د خلکو د مخالف له امله تړلي پاتې شوي دي.

افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو ښوونځیو د تړلو پر وړاندې په کابل او یو شمیر نورو ښارونو کې د ښځو د حقونو فعالینو په پرله پسې ډول لاریونه کړي او د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG