د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه به د وسلود کنترول په تړون بیا خبرې پیل کړي


د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلی په دې توافق وکړ چې د مارچ په میاشتې کې به یو کنفرانس جوړوي چه په داسي یو پلان باندې عمومي توافق رامنځ ته شي چې په نړیواله کچه د غیرآټمي وسلو د انتقال په اړه قوانین جوړوي. د دوشنبې په ورځ رایه اچونې کې، 133 ملکونو موافقه رایه واچوله. کوم ملک مخالفه رایه نه ده ورکړي او 17 ملکونو بیا سپینه یا ممتنع رایه ورکړه.

د جولاي په میاشتې کې خبرې هله ناکامې شوې چې امریکا زړه ښه نه کړچې هغه پلان ومني چې د یو تړون په واسطه دې د غیرآټمي وسلو په صنعت باندې، چې ۶۰ میلیارده ډالره ارزښت لري، قوانین وضع شي.

د جولاي د میاشتې د خبرو په جریان کې د توپکو د کاروبار ملي اتحایه، چې په امریکا کې د وسلو لرو د طرفداره یا لابي ډله ده د ملګرو ملتونو استازو ته خبرداری ورکړ چې په پوره قوت به د هغه تړون مخالفت وکړي چې پکښې د ټوپکو د ملکیت خبرې پکښې شوي وي.

خو په روانې عیسوي میاشتې کې په امریکا کې هم د وسلو د کنټرول موضوع یو ځل بیا راپورته شوي ده. دغه موضوع هغه وخت توده شوه چې د امریکا د کنټیکټ Connecticut په ایالت کې یو کس په ډزو کې 28 کسان ووژل چې 20 تنه یې تنکي ماشومان وو.
XS
SM
MD
LG