د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لرې کړي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام وروستي راپور ته په اشارې سره، دوجاریک وویل چې دا "په ښځو باندې د ټولو محدودیتونو لرې کولو حیاتي اړتیا" په ګوته کوي چې پکې د ښځو د کار کولو او له کوره د وتلو حق او د نجونو د زده کړې حق شامل دي.
د ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو د موندنو له مخې، په افغانستان کې ښځې د اقتصادي بحران او نورو ستونزو له امله چې هیواد یې اغیزمن کړی، تر ټولو ډیر فشار سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند دا هم وویل چې افغانستان ته راستنیدونکي کډوال تر زیاتیدونکي فشار لاندې دي، ځکه چې په افغانستان کې ځایي ټولنې د وروستیو طبیعي پیښو له امله د اقتصادي بحران او ټکانونو سره لاس او ګریوان دي.
په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان وایي، طالبانو د افغانستان د نجونو او ښځو ژوند " د نه زغملو حالت" سره مخ کړی دی.
دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ( د لړم ۲۱مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، ښځې او نجونې قابو د ژوند له ټولو چارو ګوښه کړای شوي دي او په سیستماتیک ډول یې حقونه تر پښو لاندې شوې دي.
د امنیسټي انټرنیشنل په وینا، دغه کار روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم محدود کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په وینا، نږدې ۲.۳ میلیونه افغان کډوال - چې ډیری یې له ایران او پاکستان څخه دي - افغانستان ته راستانه شوي دي ځکه چې دا هیواد د تیرو بحرانونو سربیره د وروستیو زلزلو او سیلابونو له امله تر سخت فشار لاندې دی.
د دې راپور پر بنسټ، په افغانستان کې روغتیايي خدماتو، پاکو اوبو او زده کړو ته د لاسرسي کمښت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، د مهمو ننګونو په توګه په ګوته شوی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو څخه نهه یې اړې شوي چې د خپلو خوړو مصرف کم کړي یا د ژوندي پاتې کیدو دپاره خپل مال وپلوري، چې د دې راپور له مخې د افغان کډوالو د پراخو راستنیدو له امله دا وضعیت نور هم خراب شوی دی.
طالبان د څه باندې څلورو کلونو راهیسې، په ښځو پراخ محدودیتونه لګولي دي چې دوی یې د کار، تعلیم او نورو مدني حقونو څخه محرومې کړي دي.
فورم \ دبحث خونه