د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو په پرېکړې اندېښنه ښودلې


د پاکستان حکومت وايي ناقانونه کډوالو ته یې د نومبر تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی چې له پاکستان څخه ووځي.
د پاکستان حکومت وايي ناقانونه کډوالو ته یې د نومبر تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی چې له پاکستان څخه ووځي.

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو په اړه د دغه هېواد پرېکړه د اندېښنې وړ بللې او په دې برخه کې یې د دغه سازمان د هڅو او هاند څخه خبر ورکړی دی.

د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ (اکتوبر درېیمه) ټولو افغانانو ته چې پدې هیواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی چې بیرته افغانستان ته ستانه شي. حکومت همدارنګه ویلي چې د دې نیټې پای ته رسیدو څخه وروسته به دا کسان په ډله ایزه توګه وشړل شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر څلورمه (تلې۱۲مه) په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د یوه خبري ناستې پر مهال وویل:"دا یو د اندیښنې وړ پرمختګ دی، خو زه ډاډه یم چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په عالي کمېشنرۍ کې زموږ همکاران له دې وضعیت څخه خبر دي. د یو اصل په توګه، هیڅ کډوال باید په زور او جبر سره خپل هیواد ته وا نه استول شي. "

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د غیرقانوني افغان مهاجرینو د ایستلو د پلان په اړه غبرګون ښودلی او ویلي دي، افغان مهاجرینو سره ددغه هیواد چلند ورته د منلو نه دی.

ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه( تلې ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې باید پاکستانی لوری په دې اړوند په خپل پلان باندې له سره غور وکړي.

ښاغلي مجاهد لیکلي:" په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی. باید پاکستاني لوری په دې اړوند په خپل پلان باندې له سره غور وکړي. افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري. تر څو پورې چې افغان مهاجرین پخپله خوښه او آرام سره له پاکستانه را وځي، ترهغو باید هغه هیواد زغم وکړي."

خو پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې په پاکستان کې مېشت افغان اتباع په دغه هېواد کې په وروستیو امنیتي پېښو او تاوتریخوالي کې لاس لري.

د پاکستان د دې پرېکړې په غبرګون کې د کډوالو نړیوال سازمان هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې افغان ښځې او نجونې چې د طالبانو له ظلمونو تښتېدلي، په ځانګړې توګه له دې کاره اغېزمنې کیږي.

په یاد سازمان کې د ښځو او نجونو د څانګې مشرې، ډیفون کان په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي:"موږ د هغو کسانو په ځانګړې توګه د بشري حقونو مدافعانو، پخواني حکومتي چارواکو، پخواني پوځيانو، قاضیان، مدافع وکیلانو او خبریالان په اړه اندېښمن یوو، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د طالبانو د مخامخ ګواښ له امله تښتېدلي دي."

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي او غچ اخیستنې له خطر سره مخامخ دي. د مېرمن کان په وینا: "افغانستان ته ددې کسانو بیرته ستنول به په زیاد احتمال، د هغوی د وژلو لامل شي."

نوموړې همداراز ویلي، چې د پاکستان حکومت باید د "تحریک طالبان پاکستان" د اورپکۍ ډله له امله، د خطر سره مخ شوي افغان کډوال قرباني نکړي. مېرمن کان په یاده خبرپاڼه کې دا هم ویلي دي چې:"دوی [افغان کډوال] د [ تحریک طالبان پاکستان] په څیر، د ورته ډلو له منګولو څخه تیښتې ته اړ شوي دي."

په ورته وخت کې،‌ د پاکستان حکومت ویلي چې له دې وروسته به یوازې هغه افغانان چې د اعتبار وړ پاسپورتونه او د پاکستان ویزې ولري، کولای شي دغه هېواد ته سفر وکړي.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو څخه مخکې، پاکستان ویل چې ۲.۷ میلیون افغانان په هغه هېواد کې ژوند کوي، چې ۱.۷ میلیون یې ثبت شوي دي او ۸۸۰۰زره نور یې، د کار او غریبۍ لپاره ورغلي افغانان دي.

د پاکستاني مقاماتو په خبره، له دې پرته نور ټول یې ناقانونه کډوال دي. د پاکستان د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ د اګست د میاشتې وروسته له ۶۰۰ زرو څخه زیات افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG