د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وایي د سوریې د جګړې څیړنه دې نړیوالې محکمې ته وسپارل شي


د سوریې حکومت او روسیه دواړه د حلب په ختیځ هوایي بمبارۍ کوي.
د سوریې حکومت او روسیه دواړه د حلب په ختیځ هوایي بمبارۍ کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمشنرۍ مشر زید رعد الحسین وایي چې د سوریې د حلب په ختیځه برخه هوایي بمبارۍ او محاصره یې داسې جرمونه دي چې په تاریخ کې ساری نلري. ښاغلي حسین د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د اوه څلویښتو غړیو هیوادونو نه غوښتي چې د حلب د وضعیت څیړنه دې د جنایی جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ مشر ښاغلي حسین وویل چې د سوریې په کورنۍ جګړې کې تر اوسه د دریو سوو زرو نه زیات خلک وژل شوي او بې شماره نور ژوبل شویدي. حسین وایي چې د حلب په ښارګوټي باندې دوامداره بمبارۍ دغه ښار په مسلخ یا د ډله ایزې وژنې په مرکز بدل کړی.
زید رعد الحسین د روسیې نوم وانخیست خو زیاته یې کړه چې د حلب په ختیځه برخه کې چې د یاغیانو په لاس کې دی، اکثره ملکي کسان په هغو هوایي بمباریو کې وژل کیږي چې د سوریې حکومت او ملګري یې کوي.

د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر وویل چې د حلب په ختیځ کې چې څه روان دي، جنګي جرمونه ګڼل کیدی شي. هغه پدې ټینګار وکړ چې د دغو جرمونو مسؤلین دې د جنایي جرمونو په نړیوالې محکمې محاکمه شي.

پاولو سیرګیو پینهیرو چې د سوریې په هکله د تحقیقاتو د نړیوال کمیسیون مشر دی، هم پدې موافق دی چې د سوریې په کورنۍ جګړې کې د ټولو ککړو کسانو سره حساب کتاب وشي او د عدالت ته دې وسپارل شي.

" د جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو مرتکبین یوازې په هغه صورت کې د جګړې د قوانینو نه سرغړاونه نکوي کله چې پدې خبره پوه شي چې حساب او کتاب به ورسره کیږي. په همدې خاطر دا ډیره مهمه ده چې د سوریې کورنۍ جګړه دې په هاګ کې د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې او د عدالت نړیوال میکانیزم ته راجع شي.

ښاغلي پنهیرو وویل چې د تحقیقاتو د کمیسیون غړي به د حلب په ښارګوټي کې د جنایي جرمونو په هکله اسناد او شواهد راټولوي. په غونډې کې د افریقا او منځني ختیځ د هیوادونو لپاره د برتانیې وزیر توبیاس ایلوډ په سوریې او روسیې په خلاف په تنده لهجه انتقادونه وکړل .

" په روغتونونو په پرله پسې ډول بمبارۍ کیږي. د هغې ورځې نه راپدیخوا چې بشارالاسد او روسیې د حلب په ختیځه برخه هوایي بمبارۍ پیل کړیدي، سل ګونه عام خلک پکې وژل شوي چې اکثره یې ماشومان دي. "

په همدې حال کې د روسیې استازي په برتانیې او ملګرو یې تور ولګاوه چې غواړي تروریستان وژغورۍ او هغوي ته اجازه ورکوي چې بیرته منسجم شي او د هغه په قول خپل وحشي کړنو ته ادامه ورکړي.

د سوریې سفیر هم د برتانیې دغه تورونه بې اساسه وګڼل او زیاته یې کړه چې برتانیه دغه کار د خپل سیاسي ګټو لپاره کوي.

XS
SM
MD
LG