د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش: نړۍ د سولې او امنیت له ستر کړکیچ سره مخ ده


انتونيو ګوتیرش وایي د مسکو وروسته اقدام له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی
انتونيو ګوتیرش وایي د مسکو وروسته اقدام له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب ۳) وویل چې نړۍ"په وروستیو کلونو کې د سولي او امنیت له ستر نړیوال کړکیچ سره مخ ده."

نوموړي د اوکراین په ختیځ کې په رسمیت د دونتځک او لوهانسک سیمو د پیژندلو په اړه د روسیې پریکړه د هغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا نقض وباله او مسکو یې د سولې د ساتلو د مفهوم په انحراف تورن کړ.

ښاغلي ګوتیریش خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په لاسته راوړنو ویاړي خو کله چې د یوه هیواد پوځیان د بل هیواد خاورې ته د یاد هیواد له هوکړې پرته ننوځي، هغه څه چې روسیې وکړل، هغوی بې طرفه سوله ساتې ځواکونه ندي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي څرګنده کړه د روسیې یو اړخیز اقدامات د ملګرو ملتونو د منشور سره په ټکر کې دي او دا د اوکراین په ختیځ کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د منسک تړون ته سخت ګزار دی.

ګوتیرش په دې حساس وخت کې د عاجل اوربند او د تاوتریخوالو د کمیدو، او د داسې اقدماتو او بیانونو د نه أولو غوښتنه وکړه چې کولی شي دا خطرناک حالت نور هم خراب کړي.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له نورو وینو تویدنو پرته له جګړې څخه د اوکراین د اوسیدونکو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي. نوموړي وویل چې ملګري‌ ملتونه د سولې ایزې حل لارې لپاره چمتو دي.

د امریکا او روسیه

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۲ خبریالانو ته وویل چې د روانې اوونۍ په پای کې یې له ژنیف کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لارورف سره ملاقات لغوه کړی دی.

نوموړي څرګنده کړه د مسکو اقدامات ښکاره کوي چې هغه هیواد د کړکیچ د هواري لپاره دیپلوماتیکې لارې ته جدي نه وو او له همدې امله یې له لاوروف سره ملاقات لغوه کړی دی.

بلینکن د جمهور رئیس بایډن په څرګندونو په ټینګار سره وویل چې د روسیې له خوا په رسمیت د اوکراین په ختیځ کې د دوو خپلواکو سیمو پيژندل د نړیوالو قوانینو نقض ښکاره کوي. بلینکن وویل په یادو سیمو کې د روسیي پوځیانو ځای پرځای کیدل د یرغل د پیل په مانا دي.

خو نوموړي بیا هم له دیپلوماتیکې لارې څخه د مشکل د هواري لپاره هیله مندي وښوده او ویې ویل چې فکر نه کوي اوسمهال له سرګي لاوروف سره ملاقات ګټور وي.

XS
SM
MD
LG