د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ د ملګرو ملتونو عمومي منشي نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش، د کروناویروس د خپریدو په وجه په ټوله نړۍ کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ګوتیرش د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۴ (وري ۵) په یو ویدیویي پیغام کې ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې جګړو زور اخیستی او ددې حالاتو قربانیان ښځې، ماشومان، معلولین او بیځایه شوي خلک دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې چې د جګړې قربانیان په کروناویروس باندې د اخته کیدو د ګواښ سره مخامخ دي.

د ښاغلي گوتیرش په وینا په جګړو کې په ښکیلو هیوادونو کې روغتیایي سیستم له منځه تللی او روغتیایي متخصصین هم د ګوتو په شمیر دي او هغوی هم هره ګړۍ له برید سره مخامخ دي.

هغه وویل: "نن زه د نړۍ په هر ګوټ کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوم. ددې وخت رارسیدلی چې وسله والو نښتو ته شا شي او سره یو ځای د ژوند لپاره واقعي مبارزې ته ځیر شو. ښکیلو اړخونو ته وایم: دښمني پریږدۍ. ناباوري او خصومت پریږدی. وسلې خاموشه کړئ، د درنو وسلو نه استفاده بنده کړئ او هوایي بمباریو ته د پای ټکی کیږدئ."

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو په بنسټ تر اوسه د نړې په ۱۹۰ هیوادونو کې ۳۳۴ زره او ۹۸۱ کسان په کروناویروس اخته شوي دي او ۱۴۲۶۵ کسان له دې وجې مړه شوي دي.

په نړۍ کې ددې ویروس د خپریدو په دلیل اوسمهال یو شمیر هیوادونه قرنطین شوي او په ځینو نورو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

XS
SM
MD
LG