د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتریش: طالبان دې د ټولو هغو ترهګرو فعالیتونه بند کړي چې ګاونډیان تهدیدوي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش دوشنبه ډسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۸) وویل چې طالبان باید د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ګټو په خاطر یو لړ اقدامات وکړي.

ښاغلي ګوتریش په افغانستان کې په واک کې ټولو قومونو ته په برخې ورکولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، "په افغانستان کې بیلا بیل قومونه دي او دا مهمه ده چې ټولې قومې ډلې استازیتوب ولري".

د نورو غوښتنو تر څنګ په حکومت کې د افغانستان ټولو قومونو ته برخه ورکول د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه ده او همدا یې د طالبانو سر پرست حکومت ته د مشروعیت ورکولو یو اساسي شرط هم دی خو طالبان بیا ادعا لري چې په کابینه کې یې د افغانستان ټول قومونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدارنګه وویل چې طالبان باید د هر ډول توپیر پرته میرمنې او نجونې پرېږدي چې کار وکړي او ښوونځي ته ولاړې شي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو لا یې هم سرپرست حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

سره لدې چې طالبانو په لومړي سر کې ژمنه کړې وه چې میرمنې او نجونې به کار او تعلیم ته پریږدي خو لا هم تر شپږم ټولګې پورته ښوونځي د نجونو لپاره تړل شوي او د میرمنو په کار، ګرځیدو راګرځیدو او نورو فعالیتونو یې هم ګڼ شمیر محدودیتونه لګولي.

نړیواله ترهګري:

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دوشنبې په خبري کنفرانس کې د امریکا غږ یوې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو فعالیتونه ډیریدل ګاونډي هیواد او په ځانګړې توګه پاکستان ته څومره خطرناک دي، وویل چې طالبان باید د ټولو هغو ترهګریزو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي چې د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیانو ته ګواښ پیښوي.

ښاغلي ګوتریش وویل، "د طالبانو سره په فعاله توګه په خبرو بوخت یو. دا په بشپړه توګه مهمه ده چې طالبان د ترهګرۍ هیڅ ډول فعالیت ته اجازه ورنکړي چې پاکستان یا په سیمې کې د بل هیواد لپاره ګواښ وي".

ښاغلي ګوتریش په ځانګړې توګه د کومې ډلې نوم وانخیست چې په افغانستان کې فعالیت لري او ګاونډیانو ته ګواښ وي خو پاکستاني چارواکو اندیښنه ښودلې چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ فعالیتونه د طالبانو واک ته رسیدو راهیسې ډیر شوي او له همدې کبله په پاکستان کې دننه هم د دې ډلې بریدونه ډیر شوي.

بلخوا روسیې او د مرکزي آسیا هیوادونو هم اندیښنه ښودلې چې د داعش په شان ترهګرې ډلې ښایي افغانستان کې پټې وي او دې هیوادونو ته خطر پیښ کړي.

د پاکستاني طالبانو تازه برید د خیبر پښتونخوا د لکي مروت په سیمې کې د پولیسو په یو مرکز وشو.

پدې برید کې چې د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۸ مې وشو ، څلور پولیس ووژل شول او څلور نور ژوبل شول.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید رسنیو ته ویلي چې وسله والو د شپې له خوا د پولیسو پر پوسته برید وکړ خو پوستې ته په ننوتلو کې پاتې راغلل او له سیمې وتښتېدل.

د اسوشیتد پرس اژانس خبر ورکړی چی وسله والو پدې برید کې له درنو وسلو کار اخیستی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د امنیتي چارواکو له قوله لیکلي چې د "تحریک طالبان پاکستان" ډله ښايي پدې برید کې لاس ولري.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و هر هغه څوک چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل کوم هیواد پر ضد وکاروي، د "غدارۍ" په تور به ونیول او محاکمه شي.

د طالبانو دې ویاند وویل چې پاکستان ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه به د هغوي پر ضد کار وانخیستل شي خو تر څنګ یې د پاکستان څخه هم وغوښتل چې پرې نږدي د هغوي خاوره د افغانستان پر ضد وکارول شي.

XS
SM
MD
LG