د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اوکراین او روسیې مشرانو سره ګوري


ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش را راونه اوونۍ په مسکو کې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین او تر هغه وروسته په کیف کې د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره وګوري.

د ملګرو ملتونو په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي ګوتریش به د سه شنبې په ورځ د پوتین او د پنجشنبې په ورځ د زلینسکي او د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر سره وګوري.

کرملین هم د ښاغلي ګوتریش سره د ښاغلي پوتین د ملاقات نیټه تائید کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د همدې اوونۍ په سر کې په مخامخ توګه د لیدنې کتني لپاره دواړو مشرانو ته لیکونه استولي و.

ښاغلي ګوتریش په ټویټر کې لیکلي، "مونږ د ژوندونونو د ژغورلو، د انسانانو د کړاوونو پای ته رسولو او په اوکراین کې د سولې د راتګ لپاره عاجلو اقداماتو ته اړتیا لرو. "

د روان کال د فبروري د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد یرغل کړی، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په دوو برخو ویشل شوې.

متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانیې او جرمني په اوکراین د روسیې یرغل غندلی او پدې هیواد یې یو لړ اقتصادي او نور بندیزونه هم لګولي خو بلې خوا بیا چین نه یوازې دا چې روسیه یې غندلې نده بلکې غرب یې په لاس وهنې هم تورن کړی.

او پخپله روسیه هم چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دایمې غړی هیواد دی په لویدیځ تور لګوي چې د دې هیواد د کمزوري کولو کوښښ کوي.

په اوکراین د روسیې د یرغل راپدیخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي یوازې یو ځل د اوکراین د جمهور رئیس سره په ټیلیفون خبرې کړي خو وروسته تر هغه چې ښاغلي ګوتریش وویل چې د روسیې یرغل د ملګرو ملتونو د منشور څخه سرغړاونه ده، د روسیې جمهور رئیس د ملګرو ملتونو د مشر ټیلیفون ته ځواب ندی ورکړی.

خو د ښاغلي ګوتریش ویاند سټیفان دوجاریک وایي چې د ملګرو ملتونو مشر کوښښ کوي په اوکراین کې د سولې لپاره په عاجلو اقداماتو خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG