د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ ۴۳ هیوادونو د چین څخه د اویغور مسلمانانو د حقونو درناوی غوښتی


د چین پولیس
د چین پولیس

په ملګرو ملتونو کې ۴۳ هیوادونو په چین غږ کړی چې د سینک یانګ په سیمه کې چې د اویغور مسلمانان پکې ژوند کوي د قانون د تطبیق د بشپړ درناوي ډاډ دې ورکړي.

دغو هیوادونو په ګډې اعلامیې کې پنجشنبه اکټوبر ۲۱ (تلي ۲۹) خپره شوې ویلي چې په سینک یانګ کې د بشري حقونو د درناوي موضوع په "ځانګړې توګه" د اندیښنې وړ ده.

په ګډې اعلامیې کې چې په ملګرو ملتونو کې فرانسې ولوسته راغلي، "مونږ د چین نه غواړو چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې او د هغې دفتر په ګډون خپلواکو څارونکو ته د سین کیانګ سیمې ته ژر تر ژره، معنی لرونکې او د خنډ پرته د ورتګ اجازه ورکړي. "

په اعلامیې کې همدارنګه د سینک یانګ د نیمه خودمختارې د سیمې د وضعیت په هکله اندیښنه ښودل شوې او پکې ویل شوي چې پدې سیمې کې په لوړه پیمانه د بیار رزونې د سیاسي کمپونو د شبکې د موجودیت په هکله د اعتبار وړ راپورونه شته چې څه باندې یو میلیون کسان پکې په "مستبدانه" توګه ساتل کیږي.

دا ګډه اعلامیه چې متحده ایالاتو، اروپایي او آسیاسي هیوادونو لاسلیک کړې پکې د شکنجې، غیرې انساني، ظالمانه او بې عزتۍ چلند، په زرو شنډونې، جنسي او جنس پورې اړوند تشدد اوپه زور د ماشومانو د بیلونې په هکله خبرې شوي او پکې زیاته شوې چې په غیرې متناسبه توګه اویغوریان او د دې ټولنې غړي هدف ګرځوي.

خو په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژان جون دا اعلایمه غندلې ،"درواغ" او چین ته د زیان رسونې دسیسه یې بللې. هغه دا تورونه رد او بې اساسه وبلل. ښاغلي جون زیاته کړه،" په سین کیانګ کې پرمختګ روان دی او خلک هره ورځ ځانونه آزادوي او په شوي پرمختګ ویاړي."

کیوبا هم د چین ننګه کړې او د دې هیواد په کورنیو چارو کې یې لاس وهنه بللې.

تر دې وړاندې جرمني او بریتانیې هم په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال کې په عامه توګه همدا شان اعلامیې خپرې کړې وې. دوه کاله وړاندې ددې اعلامیې سره ۲۳ هیوادونو ملاتړ وکړ او تیر کال د نړۍ ۳۹ هیوادونو لاسلیک کړله.

دیپلوماتانو ویلي چې دا ځل ترکیې، ایسواتیني، پرتګال او چک جمهوریت هم د دې هیوادونو سره لاس یو کړ او دا اعلامیه یې لاسلیک کړله.

XS
SM
MD
LG