د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۱۴ د افغان ماین پاکانو لپاره خونړی کال و


ملګري ملتونه وايي د دوی ماین پاکانو په افغانستان له تېرو څو کلونو راهیسې ۲۳۰۰۰ بېلې بېلې سیمې له ماینونو پاکې کړي دي.
ملګري ملتونه وايي د دوی ماین پاکانو په افغانستان له تېرو څو کلونو راهیسې ۲۳۰۰۰ بېلې بېلې سیمې له ماینونو پاکې کړي دي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې په بېلا بېلو پېښو کې لږ تر لږه د دوی ۳۴ ماین پاکان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د ملاتړ پروګرام، په خپل تازه رېپوټ کې لیکلي چې ۲۰۱۴ کال د دوی لپاره تر ټولو خونړی کال و.

رېپوټ چې د ملګرو ملتونو پر رسمي وېپاڼې هم خپور شوی وايي چې د دوی ماین پاکان په ۲۰۱۴ کال کې له ۳۷ امنیتي پېښو سره مخامخ شوي دي چې په دوی کې د لوګر د مس عینک کان ته څېرمه او په هلمند کې بریدونه هم شامل دي.

دغو بریدونو او نورو امنیتي پېښو کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د ادارې ۳۴ کارکوونکي ووژل شول او ۲۷ نور یې ژوبل کړل، په دغو پېښو کې د لوګر او د هلمند بریدونه تر نورو خونړي او زیان اړوونکي بلل شوي دي.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د چارو د تنظیموونکي مرکز په اعلامیه کې راغلي " په ۲۰۱۴ کال ۳۴ کارکوونکي وژل شوي چې د تېرو څلورو کلونو له تلفاتو سره برابر دي. "

د سړک غاړې ماینونه

دغه مرکز همدغه راز د افغان مطبوعاتو د یو شمېر رېپوټونو له مخې ویلي چې دوه تازه او وروستي بریدونه په جنګي سیمو کې هغه مهال شوي چې، د دوی ماین پاکان د سړک غاړې ماینونو په ویستلو او شنډولو بوخت وو.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي دوی په سړکونو او نورو سیمو کې ښخ شوي ماینونه پاکوي، خو شرط دا دی چې په اړوندو سیمو کې جنګ جګړه ختمه وي، بې ځایه شوي کډوال بېرته ورستانه شوي وي او له دوی د مرستې غوښتنې شوې وي.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام د ۵۰ نړیوالو او کورنیو سازمانونو په ملتیا له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې روان دی، د دغه پروګرام چارواکي وايي دوی په دغې مودې کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې ۲۳۰۰۰ خطرناکې سیمې له ماینونو پاکې کړي چې له دې کبله د ولسي افغانانو تلفات هم ۸۰ فیصده کم شوي دي.

افغانستان چې له تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې په جنګ جګړو کې ګېر دی، ولسي وګړو او پوځ ته یې ډېر تلفات د سړک غاړې د ماینونو او نورو ناچاودو توکو د چاودنې له کبله اوړوي.

که څه هم ملګري ملتونه په افغانستان کې ۲۰۱۴ کال د خپلو کارکوونکو لپاره تر ټولو خونړی بولي، خو د تلفاتو له اړخه دغه کال افغانانو ته هم خونړی و.

د ملګرو ملتونو خپاره شوي رېپوټ وايي د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ او نومبر میاشتو ترمنځ ۳۱۸۸ ولسي افغانان وژل شوي او ۶۴۲۹ نور ژوبل شوي دي چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله ۱۹ فیصده زیاتوالی ښيي.

ملګري ملتونه وايي ولسیانو ته ډېر تلفات د جنګي ښکیلو غاړو په ډزو او په لارو او سړکونو کې د همدوی له لوري د ښخو شویو ماینونو د چاودنو له کبله اوړي.

د ولسي افغانان د تلفاتو ډېره پړه پر طالبانو ځکه اچول کیږي چې، د چارواکو په خبره هغوی افغان او نړیوالو ځواکونو ته پر لارو او سړکونو ماینونه ښخوي، چې وخت ناوخت پرې عادي افغانان هم وربرابر شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG