د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پنځه نوي غړي وټاکل

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې چارشنبې جون درییمه رایه ګیري وکړله او د امنیت شورا لپاره یې پنځه غیر دایمي غړي وټاکل.

د عمومي اسامبلې ۱۹۳ غړیو اتریش، قرغزستان، پرتګال، ټرینې ډاډ اینډ ټوباګو او زمبابوې د دوو کالونو لپاره د امنیت شورا غړي وټاکل چې د کار موده به یې د راتلونکي کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې پیل شي.

پدې شورا کې دوې څوکۍ چې د لویدیځې اروپا او نورو هیوادونو لپاره بیلې شوي، پرتګال ۱۴۳ او اتریش ۱۳۱ رایې وګټلې. جرمني بیا ۱۰۴ رایې وګټلې او پدې کې ناکام شو چې د انتخاباتو شرایطو پر اساس له دریو څخه دوه برخې اکثریت رایې وګټي.

دا لومړی ځل دی چې جرمني ونشو کړی دا څوکۍ چې د څو لسیزو راپدیخوا ورسره وه، تر لاسه کړي. تر دې وړاندې جرمني شپږ دورې پدې څوکۍ کې پاتې و.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر جوهان وادیفول د انتخاباتو نتیجه "ترخه ماتې" وبلله او خبریالانو ته یې وویل چې د اوکراین سره د جرمني ټینګ ملاتړ او د اسرائیل په هکله یې ځانګړی مسؤلیت ښایي ددې سبب شوی وي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې غړیو ورته رایې ورنکړلې.

ښاغلي وادیفول ویلي دا "پټه نده" چې روسیې د برلین ضد افکار پیدا کړي خو روسیې تر اوسه د جرمني دې تورونو ته ځواب ندی ویلی.

په عین حال کې د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس اتریش او پرتګال ته مبارکي ورکړې او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د انتخاباتو دا نتیجه په ملګرو ملتونو کې د جرمني مسؤلیت نه بدلوي. هغه ویلي چې جرمني د دې څو ملتیز سیستم د مهمې ستنې په توګه پخپل ځای پاتې کیږي.

دا لومړی ځل دی چې قرغستان د امنیت شورا غړیتوب تر لاسه کوي. قزغستان په انتخاباتو کې فلیپین ته ماتې ورکړه.

د امنیت شورا ۱۵ غړي لري چې پنځه یې ، بریتانیه، چین، فرانسه، روسیه او متحده ایالات دایمي او د پریکړو د ردولو یا ویټو واک لري خو پاتې نور لس یې بیا د دوه کلنې دورې لپاره ټاکل کیږي. دا شورا د ملګرو ملتونو یوازینۍ اداره ده چې الزامې پریکړې کوي لکه د بندیزونو لګول او د ځواک څخه ګټه اخیستل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG